شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د غزني وروستۍ پېښې د چارواکو او طالبانو ادعاوې او سیمییزې سر چینې

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 7, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
235
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

راپور تاژ: فرید افغان

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۷)

په داسې حال کې چې د غزني د سقوط په هکله په ولسي جرګه کې د دې ولایت د استازو اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي ، په یاد ولایت کې یوځل بیا نښتو زور اخیستی دی .

چارواکی وایی، چې د اندړو په محاصره ولسوالۍ باندې تیره شپه طالبانو یوځل بیا تهاجمي برید کړی چې په خبره یې یاد تعرضي برید پرشا تمبول شوی خو سربازانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وایي ، په یاده ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګریوان دي او که مرسته یې ونه شي ښایي ژر خپلې پوستې او امنیتي مراکز د لوږې له امله هم خوشي کړي.

چارواکي وایي تېره شپه یې د ګیلان، مقر، اندړو ، قرباغ او خواجه عمر ولسوالیو کې د طالبانو منظم بریدونه پر شا تمبولي دي او ۲۵ وسلوالو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خو د دې ولایت د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري بیا د چارواکو دا ادعا نه مني او زیاتوي چې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د جنګلک سیمه کې لا هم خونړۍ نښته دوام لري . فقیري وایي؛ که سیمې ته ژر تر ژره هوایي ملاتړ ونه رسیږي یاده سیمه به په ټولیز ډول د طالبانو لاس ته ولویږي.

په همدې مهال طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه یې د یادې ولسوالۍ په خالوخېلو سیمه کې د پولیسو یوه مهمه قرارګاه نیولې او ۱۱ تنه پولیس یې وژلي. طالبانو ویلي چې ځای ته په یوه بله نږدې پرته سیمه کې یې هم په یوه پوسته کې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

بل پلو د غزني _پکتیکا لار لا هم د دولتي ځواکونو پر مخ تړلې طالبان وایي؛ د لارې په اوږدو کې د بوړ، عالموالو، بدوانو، ششخیلو او امین کلا سیمو کې یې د لارې د خلاصون په موخه د دولتي ځواکونو ټول تعرضونه په شا تمبول شوي، ۴ ټانګونه یې ویجاړ او ۲۳ ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.‏‎

د دې ترڅنګ طالبانو ادعا کړې چې نن ماسپښین یوه بجه یې غزني مرکز اړوند توحید آباد سیمه کې پر هغه قرارګاه توغندویز بریدونه کړي چې په کې د غزني نوی والي معرفي کیده او پر مهال یې بهرنیانو هم ګډون درلود.

طالبانو ویلي؛ غونډه د بریدونو له امله ګډه وډه شوه او ټول برخوال ترې وتښتیدل.

 

د غزني عمومي وضعیت د خلکو له آنده

ځایي خلک وایي چې د غزني عمومي وضعیت تر ډېره د طالبانو تر واکه لاندې ده، له ولسوالیو نیولې بیا د ښار تر منځه پریکړې، خپلمنځي شخړې په مکاتبو او روغتونونو نظارت او ګڼې نورې چارې طالبان کنترولوي.
دولتي اداره چې د ۲۰۳ تندر قول اردو او د کمانډو ځواکونو په ګډون د بهرنیو ځواکونو قوي ملاتړ له ځانه سره لري یواځې د ولایت او امنیې قوماندانۍ تر څنډو محدوده واکمني لري.

د غزني بازار هم د طالبانو تر پوښښ خالي نه دی او په هره شیبه کې هغوی کولی شي خپل اهداف په نښه او ځان خپلې موخې ته ورسوي

په غزني کې تازه بدلونونه

د وضعیت په اوښتون او د طالبانو تر خوځښتونو وروسته د غزني په سیمییزه حکومتولۍ کې هم بدلونونه راغلل، د ملي امنیت مدیر له کندهاره د حوزې یو آمر ورلیږل شوی او والي یې چې د بې کفایتي او ګڼو نورو تورنو سره مخ و، له دندې ګوښه او پرځای یې د کونړ والي وحید الله کلیمزی ورغلی .

 

د غزني خلک څه وایي؟ 

د غزني خلک عموماً د سرتاسري امن غوښتونکي دي هغوی که څه هم د دولتي ځواکونو له خپلسریو سرټکوي خو بیا هم غواړي په سیمه کې ولسواکه امن رامنځته او خلک له ناخوالو وژغورل شي.

 

ولې د طالبانو پرمختګونه

غزني د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ولسونه یې تر ډېره د طالبانو ملاتړ کوي ډېری د طالبانو په سپېڅلتیا او ځینې نور بیا د ځایي حکومتولي نه د تنګ راتلو له کبله د طالبانو مالي او ځاني ملاتړ ته رادانګلي دي.

د مالیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال وایي، د هیواد لویه کچه وسلوال مخالفین خپله د حکومت خپلسریو زیږولي چې له همدې امله زیاترو ولسونو د حکومت پرضد له طالبانو سره لاس یو کړی دی.

لوی ټکي: امنیتي وضعیتراپور تاژغزني
مخکینې مطلب

امریکا ، بریتانیا او د ناټو اتحاد د اوربند له پریکړې ملاتړ وکړ

بل مطلب

د افغانانو روژه (۱۱)

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com