آصف الله آصفي
لکه څرنګه چی د هر کار او فعالیت موخه معلومه وی همدغه راز خدای ج په خپل کتاب کې د وسله وال جهاد موخي او مقاصد هم خپلو مجاهدو مسلمانانو ته په څرګند ډول بیان کړی دي.
جهاد د اسلام له سترو شعایرو له جملې څخه دی، سترې موخې، سپیڅلي مقاصد او بې شمیره حکمتونه لري چې له شمیره وتلي دي چې ځینې مشهور به یې دلته لوستونکو ته وړاندې کړو.
د جهاد مشهورې موخې:
پر هر دین او هر څه د الله د دین لوړ والی، په پوره توګه د الله د دین حاکمیت، د اسلام دین ته د خلکو رابلل، پر ځمکه د اسلامي شریعت نفاذ، د اسلامي نظام تر پوښښ لاندې سیمه کی د الله د دین د شعایرو قایمول، پر بل هر دین باندی د اسلام د دین برتریت، او دا ټول هغه څه دي چې تر هغې نشي ترلاسه کیدای چې څو د هر ډول کافر د شر او فساد مخه نه وی نیول شوی او ذلیل کړای شوي نه وي، هر هغه بدمعاش له مینځه وړل شوی نه وی چی د کفر او الحاد د خپرولو لپاره هڅې کوي، او د ظلم او فساد د خپرولو او او د ټولنې د افساد لپاره هاند وی.
د وسله وال جهاد بله موخه داده چې هیواد او هیوادوال باید د امنیت له ستر نعمت نه برخمن شی، او بله دا چې کله هم په کو ځای کې فتنه او فساد راولاړیږي باید په سملاسي توګه یې مخه ونیول شي او په نطفه کی خنثی کړای شی، د مفسدو او بې بندوبارو اشخاصو لاسونه وتړل شي د غلو او قطاع الطریقانو مخه ونیول شی او د هغو دښمنانو مخه ونیول شي چې د مسلمانانو امنیت ګډوډ کول غواړي، په مسلمانانو کې ویره اچول غواړي او بله دا چې باید د مظلومو پرګنو ملاتړ وشی، او د ظالمانو له منګولو وژغورل شي او د ظالمانو د ظلم لاس ونیول شي، دا ټول هغه څه دي چې له جهاد پرته له یوې لارې هم نشي ترلاسه کیدای.
ربعی بن عامل رستم د دې پوښتني په ځواب کې چې تاسی د څه لپاره دلته راغلی یاست؟ وویل چې:
مونږ الله تعالی د دی لپاره دی لاری (جهاد) ته راویستلي یو چې انسانان باید د نورو انسانانو له غلامۍ نه وژغورو او یواځي د الله تعالی غلامان یې پاتی کړو. بله دا چی د انسانانو تنګ او تروش ژوند ته پراخي وبخښو، د باطلو دینونو له مظالمو نه خلکو ته نجات ورکړو او د اسلام عادل دین ته خلک راوګرځوو.
د جهاد بل مقصد د مشرکینو او کفارو سره جګړه د دی لپاره ده چې فساد له مینځه یوړل شي په اسلام کی د خلکو ننوتل او له نورو ټولو ادیانو څخه وتل.
د جهاد فرضیت بل مقصد د دین معزز کیدل او د مشرکینو او کفارو تذلیل کیدل دي
جهاد په الله او رسول یی له ایمان راوړلو وروسته تر ټولو ستره فریضه ده ، په جهاد سره اسلام برملا کیږي د اسلام فرایض پر ځای او لمانځل کیږی او په پریښودو سره یې دښمن غلبه مومي، د دین مدارس له مینځه ځی او په تدریجي توګه اسلام له مینځه ځي.
الله تعالی جهاد د خپل دین د پورته والي، د دین لوړوالی، د مستضعفو مسلمانانو خلاصون فرض کړي که په دې لاره کې انسانان هم تلف کیږي باید دوام ومومي.
د جهاد بله موخه د کفارو په زندانونو کې د پرتو بې ګناه بندیانو خلاصون دا کار پر ټولو مسلمانانو واجب دی.
دا او دې ته ورته ډیري موخې او مقاصد د جهاد د ګټو څخه څو څاڅکی ګڼل کیږي د جهاد ګټې خورا ډیرې دی، لوړ حکومونه، سپیڅلي موخې او پاک او اړین مقاصد لري د ځکه نو د اسلام غوښتنه ده باید جهاد تل په پښتو ولاړ او روان وی.
جهاد باید تر هغې دوام ومومي چې د خلکو په مینځ کې د اسلام شعایر تر هر څه لوړ وي.
لوی خدای ته سوال کوو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جهاد بیرغ تاند رپاند ولري، او د مسلمانانو په زړونو کې د جهاد جذبه ژوندۍ وساتي، او د جهاد په سختیو کې ثابت قدم پاتی شي، او له جهاد منحرف شویو ته یو ځل بیا هدایت وکړي او یا سزا ورکړي.


















