بي بي سي په یوه تازه رپورټ کې ویلي چې ۲۰۱۷ز کال د تېرو اتو کلونو په پرتله پر طالبانو او داعش ډلې د درنې بمبارۍ له امله ملکي وګړو ته تر ټولو خونړی کال و.
د دې کال په لومړیو درې میاشتو کې – د کندز د دشت ارچي د مدرسې تر پیښې وړاندې – د بمبار له امله ۶۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي وو، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان وو.

په تېر ۲۰۱۷ز کال کې، امریکايي ځواکونو د افغانستان پر خاوره تر ۴۳۶۱ زیات بمونه وغورځول، چې د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو لوړ شمېر دی.
رپورټ همداراز وايي چې د افغان هوايي ځواکونو په نسبت د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیات تلفات اوښتي دي. د یوناما د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو بمباریو په ۲۰۱۷ز کال کې ۱۵۴ او افغان ځواکونو ۹۹ ملکي وګړي وژلي وو.

امریکايي ځواکونو همداراز د روان ۲۰۱۸ز کال په څلورو میاشتو (جنوري، فبروري، مارچ او اپرېل) کې پر افغانستان تر ۱۷۴۸ زیات بمونه غورځولي دي. که هوايي بریدونه په همدې ډول دوام ولري، د کال تر پایه به د غورځول شویو بمونو شمېر تر۵۰۰۰ هم واوړي.
بي بي سي زیاته کړې، د تېر کال په اګست میاشت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د افغانستان لپاره د سټراټيژۍ تر اعلان او د نورو اضافي عسکرو تر رالېږل کېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکايي هوايي ځواکونو له لوري د بمونو په غورځولو کې په بېساري توګه زیاتوالی راغلي.
د رپورټ له مخې، د افغانستان په ساړه ژمي کې، چې معمولا جګړه پکې سړه کېږي، هم بمبار دوام درلود.
په رپورټ کې ویل شوې، د دې پرلپسې بمبارونو موخه، د شنونکو په باور، دا ده چې طالبان د خبرو مېز ته کښېنول شي، او په دې توګه د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته، چې اوس یې ۱۷ کلونه پوره کېږي، د پای ټکی کېښوول شول. خو ځینو شنونکو بي بي سي ته ویلي چې امریکا له دې لارې خپل هدف ته نشي رسېدلای.
بي بي سي د روان ۲۰۱۸ز کال د اپرېل پر ۲مه نېټه، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوې مدرسې د افغان هوايي ځواکونو برید ته هم اشاره کړې ده، چې سلګونه خلک په یوه دیني مدرسه کې د دستاربندۍ مراسمو ته راټول شوي وو. غرمه مهال د افغان هوايي ځواکونو اړوند چورلکو پر ناستو کسانو راکټونه او مرمۍ ورول پیل کړل، چې په پایله کې یې، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ۳۶ کسان ووژل شول او ۷۱ نور ټپیان شول.

که څه هم دفاع وزارت او افغان حکومت وویل چې برید د طالبانو پر هغو قومندانانو شوی چې پر کندز ښار یې د برید پلان جوړاوه، خو یوه میاشت وروسته ولسمشر اشرف غني د یادې پیښې د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغوښتله.
بي بي سي وايي چې اوس د نورو لاملونو په پرتله ملکي وګړو ته زیات تلفات د افغان+امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې اوړي.
څارونکي وايي چې د حامد کرزي د حکومت په دوره کې، د کرزي د سختو نیوکو له امله، نړیوالو ځواکونو په همغږې توګه هڅه کوله چې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه راټیټه کړي، خو د ولسمشر غني د واکمنۍ له پیل او د نړیوالو ځواکونو د جنګي ماموریت تر ختمېدو وروسته، دا هڅې ډیرې کمې شوې دي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مشره څېړونکې، پټریشیا ګوسمن، وايي، ”له ۲۰۱۴ز راهیسې، په قاطع ملاتړ ماموریت کې د ملکي وګړو د تلفاتو د پلټنې په اړه جوړه شوې ډله ډېره کوچنۍ شوې ده. دوی بریدونو ځایونو ته نه ځي او د بریدونو له قربانیانو، عیني شاهدانو او نورو ځايي سرچینو سره د پیښې په هکله خبرې نه کوي.“
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې دوی او امریکايي ځواکونه یوازې په خپلو هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو د تورونو په اړه پلټنې کوي، هغه هم په دې شرط چې ”د پیښې ځای ته په تللو کې کوم ګواښ نه وي او په لاس کې شته معلومات د تورونو د تصدیق یا تکذیب لپاره کافي نه وي.“


















