ليكوال او شنونكی : اميد ” خُرم “
د 1387 کال د دلوې په 13مه نيټه د امريکا د ګانګرس غړي افغانستان ته راغلل پخواني ولسمشر حامد کرزی سره يې په ارګ کې وليدل د ديموکراتانو نماينده (جان ايف تيرني) او ورسره راغلي پلاوي ولسمشر کرزی ته ډاډ ورکړ چې طالبانو سره به سوله حقيقت ته رسوي ولسمشر کرزی هم طالبانو سره تماسونه قوي کړل او مطبوعاتي کنفرانس کې يې د سولې خبرو د چټکتيا نظر څرګند کړ خو په افغانستان کې مېشتو بهرنيانو د کرزی د خبرو خلاف په هلمند کې سخت بمبارونه وکړ د طالب مشرانو په نوم يې پاڼې وويشلې چې په سر يې انعامونه ټاکلي وه.
د امريکايانو دا کار په ښکاره د سولې ضد کړنه وه چې ترسره يې کړه د ګانګرس د پلاوي خبرو نتيجه هم يواځې په خبرو سره پای ته ورسېدې کومه عملي ګټه يې ونکړه.
خو ولسمشر کرزی بياهم د سولې هڅې ګړندۍ روانې کړې وې د طالبانو د سولې پلاوی يې په پټه کابل ته راوست که څه هم په لار کې ورته بهرنيانو څو ځايه لار نيولې وه خو بياهم د ولسمشر کرزی ارتباطي کس وکولای شول چې د طالبانو استازی خوشحال خان مېنې ته مصؤن ورسوي.
کله چې بهرنيان د ولسمشر کرزی په نيت پوره پوه شول نو په حامد کرزی ، استاد سياف ، صبغت الله مجددی ، او نور افغان مشرانو يې فشار راوړ چې له دې کار لاس واخلي او پريږدي چې دا کار دوی ( امريکايان ) په مخ يوسي.
حامد کرزی او ټولو افغان مشرانو د طالبانو استازي ته د رد ځواب ورکړ همدارنګه ولسمشر کرزی خپل نماينده ته وويل چې طالب پلاوی دې امريکايانو سره وګوري
چې همداسې هم وشول کله چې د طالبانو استازو د امريکا سفارت کې له امريکايانو سره وکتل امريکايانو د سولې د هڅو خلاف له طالب استازو وغوښتل چې موږ ته د ملا محمد عمر مجاهد بديل وړاندې کړئ وروسته له هغه به موږ د سولې خبرې درسره شروع کړو چې دې سره خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې.
چې وروسته هغه طالب مشران پاکستان کې يا ووژل شول او يا هم بنديان شول ځکه پاکستان غوښتل چې د سولې خبرې د دوی او امريکايانو په خوښه ترسره شي چې طالبانو دا چاره نه منله.
د سولې په وړاندې همدا د بې احتياطۍ نه ډکه کړنه د دې سبب شوه چې تر نن پورې جګړه وغځيږئ اوس دا ده ولسمشر غني په خپل بې ساري عمل سره د طالبانو په وړاندې د نهو ورځو اوربند امر وکړ چې د ستايلو وړ ده خو يوڅه يې بايد کړی وای چې د بهرنيانو د وتلو لپاره يې هم لنډ مهال ويش ټاکلی وای او يا يې په خپلو اډو کې د پاتې کېدو امر يا غږ پرې کړئ وۀ .
ځکه د بهرنيانو په شتون کې چې د جګړې لوی طرف ده د سولې راتګ امکان نه لرې خبر ده که بهرنيان وغواړي د ولسمشر غني د سولې نهه ورځنی وړانديز سبوتاژ کړئ
نو هيڅوک يې مخه نشي نيولی نتيجه به دا شي چې ولسمشر غني به هم خپل کم باور د پخواني ولسمشر کرزی په څير له لاسه ورکړي او دا به مو بياهم د سولې هيلې څو کاله نورې شاته واچوي.


















