د غني د سولې اوربند، لوگر او ننگرهار کې څه تېر شول؟/ خالد روان

موږ«افغانانو» ته له اکیسجن او غذا وروسته درېیمه مهمه اړتیا سوله ده. له بده مرغه د روانې جگړې ټوله قرباني افغانان ورکوي او په اوونیو ـ میاشتو کې کوم امریکايي عسکر ووژل شي او یا هم ټپي شي. خو د جگړې دواړو خواوو ته هره ورځ لسگونه افغانان مري، ټپیان کېږي، بې کوره کېږي او معلول کېږي.

ولسمشر غني تېره ورځ  د اختر تر درېیمې ورځې پورې د یو اړخیز اوربند اعلان وکړ، چې ورسره هم مهاله د ناټو عمومي منشي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان او په افغانستان کې د روانې جگړې ډېری تمویل کوونکو هېوادونو او چارواکو ترې ملاتړ وکړ. په اعلان کې ویل شوي وو، چې یوه اوونۍ به پر طالبانو هېڅ ډول عملیات نه کېږي. خو که چېرې امریکايي، ناټو او یا هم افغان ځواکونه کومه سرغړونه وکړي، ایا ولسمشر به یې پوښتنه وکړای شي؟ نه، ځکه د ولسمشر له دې وړاندې هم لسگونه پرېکړې بابیزه گڼل شوې وې؛ خو ولسمشر یې پوښتنه ونه کړای شوه.

تېره ورځ په لوگر کې افغان ځواکونو دوه مسجدونه شهیدان کړل. د ناکام کلا او ښادي خان کلا د سیمو ځايي خلک یې وځورول، څلور تنه یې شهیدان کړل او له یوې شپې کړاو وروسته ترې عسکر ووتل. ولسمشر له دغه خبره پوره خبر شو؛ خو د خپل ولایت پوښتنه یې ونه کړای شوه او حتا یوه د خواخوږۍ اعلامیه یې هم خپره نه کړه.

تېره اوونۍ په ننگرهار کې د مشرانو جرگې د رییس فضل الهادي مسلمیار د کورنۍ پر غړیو چاپه وه، چې د ۹ تنو د وژلو وروسته یې ځینې ټپیان کړل، خو ولسمشر یې بیا هم پوښتنه ونه کړه او د ارگ پر فېسبوک‌پاڼه تراوسه د مسلمیار په اړه هېڅ د خواخوږۍ څه نه دي لیکل شوي. د ولسمشر صلاحیت له دې ځایه معلومېږي، چې دی د خپل حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي پوښتنه نه شي کولی، نو د خپلو فرمانونو او پرېکړه پوښتنه به څنگه وکړي؟

د غني فرمانونه ځکه د رنځ دوا کېدای نه شي، چې همدا تېره ورځ د لوگر په برکي برک ولسوالۍ په اخوند خېلو سیمه کې امریکايي عسکر او طالبانو نښته کړې، چې پنځه امریکايي عسکر په کې وژل شوي او ځینې یې ټپیا ن شوي دي.

همدا بېگاه شپه د ننگرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ۰۲ قطعې ۱۵ ملکي وگړي شهیدان کړي. دولتي ځواکونه یې طالبان بولي؛ خو ځايي خلک وايي، چې د ۰۲ قطعې په عملیاتو کې ماشومان، ښځې، د ښوونځیو ښوونکي او سپین ږیري وژل شوي دي.

کېدای شي ځینې خلک طالبان پر دې ګرم کړي، چې د دولت له‌خوا هر ځل د سولې وړاندیز ته طالبان هېڅ ځواب نه ورکوي. طالبان پوهېږي چې د حکومتي چارواکو خبرې یوازې هوايي ډزې دي او نور ټول واک له بهرنیانو سره دی او دوی یې یوازې لوډسپیکرونه دي، چې د بهرنیانو غږ ترې کله په پښتو او کله په دري ژبو راوځي.

سوله قوي عزم او اراده غواړي. امریکایان باید د خپلو وتلو نړیوال تظمین ورکړي، د افغانستان خاوره له اشغاله خلاصه شي او حکومت او چارواکي زموږ خپل خلک شي، نه وارد شوي خلک.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button