(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹) د کندوز ولايت په قلعه زال او د هرات ولايت زاول ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې حکومتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، طالبانو په کلخ تيپې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې څلورويشت پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
طالبانو ويلي، په قلعه زال کې د جګړې په پايله کې شپږ پوستې نيول شوي، د پوستو د قومندانانو په ګډون ۲۵ سيمه ييز پوليس وژل شوي په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، د شپې دوربينونه او اووه موټرسيکلونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د کندوز امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني هم د طالبانو بریدونه تاييد کړي خو پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه يې له کره معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.
له بله پلوه د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، د زاول ولسوالۍ په امنيتي پوستو طالبانو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې اوولس د ملي اردو عسکر وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهار وايي، طالبانو تېره شپه د زاول ولسوالۍ مربوط د عزيزاباد په سيمه کې په څو امنيتي پوستو بریدونه کړي چې د پوليسو سربيره طالبانو ته هم په دغه بريدونو کې مرګ زوبله اوښتې ده.
















