(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹) تېره ورځ طالبانو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې په دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او يو شمير يې طالبانو ژوندي نيولي دي.
د کندهار سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، پېښه د شاوليکوټ د زنګيتان په سيمه کې شوې ده.
د سرچينې په وينا، طالبانو د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ چې پر مهال يې دوه ويشت ملي اردو عسکر وژل شوي، لس تنه ټپيان دي او اته تنه نور لادرکه دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، طالبانو يوه قرارګاه په ټوليزه توګه نيولي چې پکې پنځه دېرش عسکر وژل شوي، شپږ تنه دوی ژوندي نيولي دي.
طالب ویاند زياتوي، په قرارګاه کې درې شوبلې، دوه رينجر موټر، يو کاماز موټر او لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
چارواکي تاييدوي چې په ياده ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو په مرکز بريد کړی چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې په ياده جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو يوې سيمه ييزې رسنيو ته ويلي، په نښته کې پنځه تنه طالبانو وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
















