(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۹)
د اتریش داخله وزیر هیربرټ کیکل تېره جمعه اعلان وکړ چې شونې ده هیواد یې 60 ترکي ملا امامان له خپلو کورنیو سره چې ټول 150 کسان کیږي له خپله هیواده وشړي.
کیکل اتریش کې د ښي اړخي افراطي ګوند غړی دی چې حکومتي ائتلاف کې برخه لري، هغه زیاته کړه چې د دې امامانو ټول شمیر 60 ته رسیږي او د هغوی د کورنیو له وګړو سره ټول 150 کسانو ته رسیږي. هغه ویانا کې خبري کنفرانس ته وویل چې شونې ده اتریش کې دې 150 کسانو اوسیدل جواز نور دلته ختم شي.
په دې سره به د دیني چارو ځانګړې ادارې له پلټنو وروسته اووه جوماتونه هم وتړل شي ، نوموړې اداره د دې ستونزې لامل د هغو ترکانو ماشومانو یو تمثیل ښيي چې کوم جومات کې یې ترسره کړی و، چې هغه تېر اپریل کې د ګالیبولي د جګړې تمثیل و، او دا یوه جومات کې ترسره شوی و چې هغه جومات ترکان تمویلوي.
مخکې د دې ادارې یوه مشاور سیبسټین کورټز ویلي و چې اتریش کې د سیاسي اسلام پلویانو ته ځای نشته، هغه مهال د اتریش یوې ورځپاڼي والټر هم د دې ماشومانو عکسونه خپاره کړي و، چې سیاسي کړیو کې یې مخالف دریځونه راپارولي و.
ځیني عربي غرب پلوه رسنیو هم په دې اړه خبرونه خپاره کړي دي او هغوی دې خبر ته داسې رنګ ورکوي چې ګواکي دا د ترکانو اړوند خلک دي او د ترکیه په اړه سیاسي کارونه پر مخ وړي، نو ځکه له اتریش نه شړل کیږي، خو فکر کیږي چې دا اصلا غرب کې د اسلام ضد افراطي کړیو کړنې دي، او هغوی غواړي اروپا کې د اسلام د پرمختګ مخه ډب کړي. لکه مخکې خبر کې وویل شول چې هیر برټ د یوه افراطي ګوند غړی دی.

















