لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی
دا چې افغانستان یو له اسلامی هېوادونو څخه ده، او ( ۹۹%) فیصده خلک یې مسلمانان دي او د تاریخ په اوږدو کې د ټولو ادیانو به راتګ سره پخپل دینی مراسمو کې ټینګ او هر هغه اوصول او قواعد یې پرځان عملی کړي، کوم چې د وخت ادیانو کې پرې ټېنګار شوی ول.
خو د اسلامی سپېڅلې دین په راتګ سره جهالت ورځ تربلې د عربي جزرې څخه نورو جزیرو او هېوادونو څخه کډه وکړه او د اسلام مبارک دین ټول اوصول او قواعد، احکامات به تدریجي توګه به خلکو ومنل شو، چې دغه مبارک دین به کمه موده کې د ټولو انسانانو د هرکلی باعث وګرځېده او ټولو د عدالت دین وګڼه او ستر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته خلکو د امین او صادق لقب ورکړ.
بدغه دین کې د هر چا حقوق به ډېر واضع توګه بیان شوي او هر یو یې مکلف کړي دی چې خبل حقوق او وجایب وپېژني تر څو یو د بل بروړاندې ظلم او ستم ونشي چې یو له هغو څخه د ښځې حقوق دي.
په اسلام مبارک دین کې ښځو ته خاصه پاملرنه شوې او د ښځې موقف ډېر سپېڅلې او پاکه ده.
•د یوې ښځې په خاطر رسول کریم صلی الله علیه وسلم د بنو قینقاع سره جنګ اعلان کړ.
•او د یوې ښځې په خاطر معتصم بالله خپل په زرهاوو لښکرې عموریه طرف ته روانې کړې.
• د ښځې دپاک لمنۍ او نوم د ساتنې لپاره الله تعالی حد قذف (۸۰ دُرې ) واجب کړي دي.
• اسلام هر یو ته امر کړی چې د پلار په نسبت مور سره درې چنده زیاته ښېګڼه وکړي.
•څوک هم چې د ښځې د ذات آبرو او عزت نه دفاع کوي او په همدې کې دی مړ شي نو دشهادت درجه ورته ورکول کېږي.
په اسلام کې کله چې د ښځې اورت او عزته ته په بده توګه وکتل شو نو ټاکلي سزاګانې باید ورباندې تطبیق شي، خو زمونږ د ناپوهۍ او جهالت له کبله دلته ښځه د یو وسلي په توګه کارول کېږي او د عزت لټول یې عادي او د پوښتونو وړ نده.
هغه څوکه چې د ښځو عزت لټوي نو ټول هغه سزاګانې دې باید تطبیق شی پرې کوم چې د اسلام مبارک دین کې ورته ټاکل شوي.
زمونږ هېواد یو له هغه اسلامي هېوادونو څخه ده، کوم چې یو فیصد کم خلک یې مسلمانان دي، خو د وخت جاهلو او بې وجدانو له کبله د اسلام مبارک دین د یو وسلې په توګه استعمال کړ او په ټول هېواد کې یې د اسلامي نظام د رامنخته کېدو پرځای خلک یې د اسلامي اوصلو د پېژندولو پر ځای جهالت او جګړو ته وقف کړل، چې د خور او ورور، مور او پلار، د ښځې او خاوند، د ګاونډی او نور د حقوقو او وجایب څخه ناخبره پاتې شول او خپل خور، اولاد د جنسي تېري ترلاندې راولي او ټول عزت یې په ډېر بې رحمانه توګه لټوي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون کې جزاګانې ټاکل شوی چې مونږ یې په ټولنه کې تطبیق غواړو، چې یو له هغه جزاګانو څخه یو څو یې ذکر کوم:
۱- اوولسمه ماده: هغه شخص چې پر بالغه ښځه باندې د جنسي تیری مرتکب شي، د جزا د قانون په ( ۴۲۶) ماده کې د درج شوي حکم له په پام کې نیولو سره په دوام حبس او د مجني علیها د مړینې په صورت کې په اعدام محکومېږي.
۲- اتلسمه ماده: هغه شخص چې بالغه ښځه فحشاء ته مجبوره کړي، له احوالو سره سم په اوږده حبس چې له اوو کلونو څخه لږ نه وي، محکومېږي. ۲ که چېرې ددې مادې په لومړې فقره کې ددرج شوي جرم مجني علیها نا بالغه ښځه وي، مرتکب له احوالو سره سم په اوږوده حبس چې له لسو کلونو څخه لږ نه وي، محکومېږي.
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون کې ډېر مادې د ښځې د حقوقو څخه د دفاع په خاطر قوانین شته چې مجرمینو ته ورکړل شي خو دلته وحشت تر دې حده رسېدلې، چې د عدالت تله د بې عدالتۍ تر تاثیر لاندې راغلې او ددغه بې عدالتۍ ځای باید چې رېښتېنې عدالت ونیسي او مجرم ته باید سخت سزا ورکړل شي.
مونږ د پروانه رضایي خور حقوق غواړو او د عدالت تله باید د بې عدالتۍ او د وحشیانو تر تاثیر لاندې رانشي هغه چاچې دغه ظلم کړی باید د اعدام رسېو ته دې ورسول شي او له دغه وحشي وجود نه دې ټولنه پاکه شي تر څو ټولو ته د عبرت وړ وګرځي.

















