ننګرهار: ګډو ځواکونو د داعش پر ضد د طالبانو خط بمبار کړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۱) ګډو ځواکونو يوځل بيا د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو پر خط بمبار او شپني عمليات ترسره کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، تېره شپه ګډو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو هوايي او ځمکني بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ديارلس طالبان وژل شوي دي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي ذبيح الله کابل ټکی کام ته وويل، په ځينو کورونو هم هوايي بريدونه شوي خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې زياتوي چې په سيمه کې له طالبانو سر يوځای ځينې ملکي خلک هم د داعش پرضد مرکزونه ساتي چې څو تنه يې داعش ضد پاڅونکوونکي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر هم دغه عمليات تاييدوي او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي چې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال څلوردېرش وسله وال کسان وژل شوي دي.
ځينو سرچينو ويلي، چې د طالبانو او ځمکنیو ګډو قواوو تر منځ نښته هم شوې چې پکې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د داعش پر وړاندې د طالبانو لومړۍ کرښه د ګډو ځواکونو تر هوايي او ځمکنيو بريدونو لاندې نيول کېږي بلکې تر دې مخکې يې هم په زاوې، سورډاګ، د وزيرو او پچير تر منځ سيمو کې د داعش ضد ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو مرکزونه د خپلو بريدونو هدف ګرځولي دي.
طالبانو او ملکي خلکو په ګډه په زاوې، وزيرو، پچيراګام او د مرکخيلو تنګي په لوړو څوکو د داعش د مخنيوي په موخه مرکزونه جوړ کړي چې وخت ناوخت د ګډو وډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو لاندې راځي.
ځايي اوسېدونکي او مخور په دې باور دې چې ځکه امریکا او حکومتي ځواکونه د داعش ضد د طالبانو او ولسي خلکو مرکزونه په نښه کوي چې غواړي داعش ته لاره هواره کړي او نورې سيمې هم په واک کې ورکړي.



