د کیم جونګ اون منډه وهونکي باډیګارډان څوک دي؟

د شمالي کوریا د مشر شخصي ساتونکي یو ځل بیا په داسې حال کې په سنګاپور کې راښکاره شول چې د کیم جونګ اون له موټر سره یو ځای یې منډې وهلې.

دا دویم ځل دی چې د کیم شخصي ساتونکي په همدې شکل راڅرګندېږي. تر دې وړاندې جنوبي کوریا ته د کیم جونګ اون د سفر پر مهال دا شخصي ساتونکي، په همدې ترتیب، د نوموړي د لیموزین ماډل موټر درې لورو ته منډې وهلې.

خو دا شخصي ساتونکي څوک دي؟

 

بي بي سي انګلیسي د دې ځغاستونکو باډیګارډانو په اړه د یوه شنونکي، مایکل مېډن، خبرې رااخیستې دي.

د کیم جونګ له ګاډي سره په څنګ کې منډه وهونکي ساتونکي او کوم کسان چې نوموړی د پیاده تګ پر مهال ساتي د ”مرکزي حزب د ۶م نمبر دفتر“ اړوند کسان دي، چې په رسمي توګه د ”مرستیالو ضابطانو د دفتر“ په نوم یادېږي.

دا ساتونکي د شمالي کوریا د پوځ له منځه ټاکل کېږي.

د غوراوي له معیارونو یې ځینې دا دي چې لوړوالی به یې د خپل هېواد د مشر په اندازه وي او د سترګو په لید کې به ستونزه نه لري. همداراز، په نښه ویشتلو، وسله چلولو او مارشل آرټ (د لاس اچونې هنر) کې هم باید پوره مهارت ولري.

تر دې وروسته، د دوی او د دوی د کورنیو تېر ژوند په دقیقه توګه، تر دوه پېړیو مخکې پورې، څېړل کېږي.

له کوم دفتره چې دوی غوره کېږي زیاتره غړي یې د کیم جونګ اون له کورنۍ او یا هم د شمالي کوریا له نورو مهمو کورنیو سره تړاو لري.

تر غوره کېدو وروسته، دوی د روزنې تر سختو پړاوونو تېرېږي.  د کیم دا شخصي ساتونکي د شمالي کوریا د ځانګړو ځواکونو په څېر روزل کېږي.

دا ساتونکي پر کیم جونګ په داسې ډول شاوخوا راګرځېدلي وي چې نوموړي ته نږدې هر څوک لیدلای شي.

له درې تر پنځو پورې شخصي ساتونکي د کیم مخ ته روان وي، له څلورو تر شپږ ساتونکي یې څنګ ته وي (دوه یا درې دواړو څنګونو ته) او شا ته یې هم څلور یا پنځه باډیګارډان روان وي.

د سفر پر مهال، د کیم جونګ خواړه، شراب او سګرېټ هر څه د دوی په لاس کې وي. کیم ته تلونکی هر څېز یو ځل د دوی تر نظر تېرېږي.

دوی په شمالي کوریا کې یواځینې هغه کسان دي چې د هېواد د مشر سره په څنګ کې هم له مرمیو ډکې وسلې ګرځولای شي.

د میډن په خبره، د دوی اصلي ځواک اټومي وسله نه ده، بلکې ټول ځواک یې د سترګو لید (مشاهد) ده، چې په وسیله یې خپل مشر ته پر نږدې کسانو او چارچاپیره ماحول باندې نظر ساتي.

سرچینه
بي بي سي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button