پلچرخي : د ناسمو روغتیایي خدمتونو له امله زندانیان په بې علاجه ناروغیو اخته شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۱)
د څرخي پله زندان چې یواځې د ۴۰۰۰ زندانیانو لپاره رغول شوی ، اوسمهال په کې تر ۱۰ زرو ډیر افغانان په مختلفو تورونو د بند شپې او ورځې تیروي.
په زندان کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله زندانیان له مختلفو ناروغیو په تیره بیا له نري رنځ څخه کړیږي .
د راپورونو تیر مخه، تیرکال په یاد زندان کې ۱۵۰ تنه د نري رنځ له امله نیمه فلج شوي چې دا شمیر د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې تر ۲۳۰ کسانو ور اوښتی دی.
په دې محبس کې یو ۲۰ بستریز روغتون شتون لري چې په ورځنۍ توګه ورته ۱۰۰ بندي ناروغان مراجعه کوي، خو داچې په یاد روغتون کې یواځې ۳ ډاکټران شتون لري او د روغتون د ناسمو روغتیایي خدمتونو له امله ډیرکله یوه عادي ناروغۍ هم پر یو لا علاجه ناروغۍ بدله شي.
یاد زندان ته کلنۍ بودیجه ۲۰۰ زره امریکایي ډالره ځانګړې شوې چې د مسؤلینو په وینا یې، دوی ته د کال تر یو میلیون زیاتې پیسې په کار دي.
خو چار واکي وایي چې دوی د دومره پیسو له ورکړې عاجز دي او ځینې مسؤل چارواکي آن په دې برخه کې د نه لیوالتیا خبر هم کوي.
باید وویل شي چې د کوچني اختر په مناسبت طالب مشرتابه خپلو افرادو ته امر کړی چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ټولونیول شوي نظامي او دولتي کسان باید د یوه مؤثق تر مخه خوشي کړي، خو دولتي چارواکي لاهم د ۳۰ زرو افغان بندیانو د سرنوشت په هکله کوم اقدام نه دی کړی ، په داسې حال کې چې د زرګونو تنو یې د بند شپې پوره شوې خو لا هم د کوم سرنوشت پرته په بند کې پراته دي.



