ننګرهار: د غني خيلو ولسوال ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۸) د ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ ولسوال سبحان الله خطاب په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، ولسوال سبحان الله نن سهار خپلې دندې ته پر لاره و چې د يادې ولسوالۍ مربوط د مالټو په سيمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.
ويل کېږي، له نوموړي سره په برید کې د هغه يو ساتونکی هم وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او د هغه وژل کيدل يې تاييد کړي دي.
خو تر دې مخکې د يادې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې طالبانو پر دولتي عسکرو او نظامي مرکزونو بريدونه کړي دي.



