لويه څارنوالۍ وايي، ۴۶ مشکوک طالبان يې خوشې کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۸) د افغانستان لويه څارنوالۍ، د ښه نيت د څرګندونو په خاطر د ۵۴ مشکوکو طالبانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي، له څېړنو وروسته ورته معلومه شوه چې ۴۶ طالبان په شک کې راوړل شوي، د دولت پر ضد يې هيڅ ډول کړنې نه دي ترسره کړي نو ځکه د لويې څارنوالۍ له لوري خوشې کړای شول.
د رسولي په خبره، اته تنه نور طالبانو د محکمې له پريکړو وروسته ازاد کړای شول.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو وخت ناوخت د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو شپنيو چاپو او عملياتو کې ولسي خلک د طالبانو په نومونو او د هغوی په شک کې نيول کېږي، زورول کېږي او محبسونو ته وړل کېږي چې ډيری يې لا هم په زندانونو کې شپې سبا کوي.
طالبان هرکال د اختر په ورځو کې د ملي اردو او ملي پوليس عسکر له خپلو زندانونو خوشې کوي چې سږ کال يې هم د اختر په ورځو کې د ښه نيت په خاطر د هېواد له بيلابيلو زندانونو لسګونه دولتي عسکر خوشې کړل خو تر دې دمه حکومتي چارواکو له بګرام، پلچرخي او یا د هېواد له نورو زندانونو طالب بنديان نه دي ازاد کړي.



