پاکستان ته د افغان سوداګرو بې ويزې تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۸) د راپورونو له مخې د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې ترڅو د پاکستان خاورې ته بې ويزې تګ راتګ وکړي.

د فارس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي، چې دا کار د سوداګرۍ د پراختيا او د افغان تاجرانو ته د اسانتيا برابرولو لپاره شوی دی.

سرچينې زياته کړې، د تورخم دروازې د کمپيوټر برخمې کارمندانو ته امر شوی چې په څلورويشت ساعته کې دې د افغان سوداګرو د بې ويزې تګ راتګ تګلاره عملي کړای شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د افغان سوداګرو د بې ويزې تګ راتګ لپاره به څه ډول تګلاره برابريږي خو سرچينې ويلي پاکستاني چارواکو د ټولو ګمرکونو مسئولینو ته امر کړی ترڅو ګمرکي چارې د شپې تر ناوخته پورې جاري وساتي چې سوداګر په خپل وخت خپل مالونه خپلو ځايونو ته ورسوي.

پاکستاني چارواکو ويلي، په ګمرکونو کې کاري موده غځول شوې او مامورينو ته ويل شوي چې د تشو موټرو د تګ راتګ لپاره لا اسانتياوې برابرې کړي.

له تير يونيم کال راهيسې د بيلابيلو مشکلاتو له وجهې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له ميلياردونو ډالرو څخه ميلونونو ته راټيټه شوه خو په وروستيو مياشتو کې يوځل بيا د دواړو هېوادونو د اړيکو له ښه کېدو سره د سوداګرۍ کچه هم مخ پر لوړه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button