ډزبندي، رزق بندي!

نعمان لطیف
دری ورځې اوربند ؤ چې خورا په تېزۍ تېر شو. ټول ولس غاړې غړۍ شو، او په خلاص زړه یې مبارکیانې وویلې
تر اوولس کلن ناورین وروسته دا لومړی اختر ؤ چې افغانانو په مینه او خوښۍ، او قلبي سکون ولمانځه.
هغه طالبان چې کورونه یې دحکومت تر ولکې لاندې سیمو کې ؤل، خپلو کورونو ته ولاړل او همچنان عسکر هم؛ طالبان چې کورونو ته ولاړل په غاړو کې امېلونه ور ولوېدل، او عسکر عاجزان په تش میدان پاته شؤل. نه چا غاړو کې امېلونه ورواچؤل او نه چا په ورین تندي هرکلی ورته ووایه.
اوس که طالبان دملت مینه دطالب سره په مینه توجېه کوي، او که مخالفین یې طالب ته د ولس په مینه ورکولو توجېه کوي، ددواړو سر او بېخ یو دی او حاصل یې داسې راوځي چې موږ ته مشکل له پردیو را جوړ دی. او تر هغو چې زموږ له منځه دپردیو ملاتړ کیږي، زموږ وینې به بهېږي او جگړه به غځېږي.
پرون کابل کې دنظار شورا غوبل جوړ کړی ؤ، په خلکو ژؤند سور تنور ؤ او ډېری کابلیان تر کورونو محصور ؤ؛ نه تنها دنظار شورا دیرغلگرو پر پښو پرته ده او ترې غواړي چې وطن مه راپرېږدئ بلکې ملاتړ ورسره دڅو نورو لنډغرو هم شته دی.
هغه لنډغر چې په اختر کې یې ننگرهار په وینو رنگ کړ، هغه لنډغر چې مؤقته ډزبندي ورته رزق بندي ښکارېده او تر پرونه یې بغارې ووهلې، اوس چې ډزبندي ختمه شوه دوی هم ایرکنډېشنو ته ارام پرېؤتل.
همدې دپردیو کرایه شوي بانډ د افغانانو تر مابین واټن پیدا کړی دی، داسې ذهن سازي یې ورته کړې ده چې گوندې مخالف لوری مو ترحم نه پېژني، عاطفه نه پېژنې، شتمنیو ته مو غله دي، په پردیو مو وژنې، له تاسو خوښي او موسکاوې اخلي.
طالبانو ولس ته موسکاوې ورکړې، ولس ته یې جؤته کړه چې زموږ دښمني له چا سره ده او له موږ سره څوک او څوک، او په څه او څه دښمني کوي.
په همدې هیله طالبان ښاریو ته ولاړل، له ځانه سره یې دښار ولس ته یو پیغام یووړ.
ویې پوهؤل چې زموږ دښمن معلوم دی، مسیر مو معلوم دی، داعیه او دعوه مو معلومه ده.
ولس هم طالبانو ته مینه ورکړه، مینه یې له دې امله نه ؤه چې گوندې طالبان یې په لومړي ځل ولېدل، ښار مېشت ولس ته جؤته شوه چې دطالبانو داعیه او مبارزه برحق ده، دجگړې لوری یې څرگند دی، او تر هغو چې دجگړې دغه عوامل موجود وي، جگړه به رؤانه وي ځکه تر طالب ورتاؤ شول، سیلفیانې یې ورسره واخېستې او په گلونو یې استقبال کړه.
اوس که ولس امن غواړي، سوله غواړي او د ازاد ژوند هېلې یې په زړونو کې وي؛ سوله ناممکنه نه ده، عنقا نه ده. د سولې مخ ته یو کمکی دېوال ولاړ دی، داسې دېوال چې تادابونه یې طالبانو ختم کړي دي، بس دهغې نړؤل پکار دي.
چې دغه دېوال ونړېد، په ډزبندي کې درزق بندو خزانې چور کیږي، رازونه یې فاش کیږي او له وطن به په ټراټ پښې سپکوي.
بیا به دعسکر په غاړه کې هم گلان پراته وي او ولسونه به هم دیوسف مخو طالبانو په دېدنونو ماړه وي.



