هلمند: طالبانو دولس عسکر ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، په هلمند ولايت کې له لسو زيات عسکر طالبانو ژوندي نيولي او امنیتي ځواکونو خپل مرکزونو خوشې کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، طالبانو د هلمند ولايت په مارجې او نادعلي ولسواليو کې دولس پولیس ژوندي نيولي دي.

ويل کېږي، له يادو پوليسو د نيول کېدو پر مهال يوه اندازه وسلې هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

تر اوسه طالبانو د يادو عسکرو د نيول کېدو په تړاو څه نه دي ويلي خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د نادعلي ولسوالۍ له زرغون کلي او د ګرشک د ترابي هوټل پوستې د طالبانو د بريدونو له ويرې تښتېدلي دي.

د احمدي په خبره، پوستې د طالبانو له لوري نړول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button