طالبه! ته ګټونکۍ یې
لیکنه: حافظ بدر
یو وخت داسې وو چې د عصر فرعون بوش اعلان وکړ “که طالبان په غارو ننوځې لکه موږکان موږ به یې را وباسو سزا به ور کړو عدالت به ور باندي تطبیق کړو”پر ګران هیواد یې نظامي یر غل پیل کړ په زرهاوو افغانان یې ووژل زندانونو ته یې واچول د خپلو داخلي مزدورانو په مرسته یې په کانټینرونو کې واچول او بیا یې په ډله ییزه توګه شهیدان کړل!
یو عجیب وخت وو!!کلیوال به چې د لویې ږیري او کالو سره بازار ته ولاړ د القاعده په نامه به زندان ته استول کېده اوږده کالي علی هذالقیاس!د هیواد په شمال کې خو پښتو ژبه هم د القاعده ژبه بلل کېده، یو وخت یو شاعر ملګري راته ویل چې موږ په لومړیو کې د پسرلي ادبي ټولنې مشاعرې داسې جوړلې چې دروازه به مو کلکه و تړله چې څوک مو اواز وانه ورې بیا به د القاعده ټاپه را باندي لګوې څوک مو والله که پوښتنه وکړې!
له دې وروسته بیا پر کورونو چاپې شروع سوې طالب نه په هواره کې ځای درلوده نه هم په غره کې ،هغه طالب چې دیني زده کړې کولې او یا هم کلیوال د شک او شبه پر بنیاد یې پر کرار پرې نښود یوځل یې تعذیب او زندان ورباندي ولید،د مثال په توګه د ارچې ولسوالۍ جمهوریت لیسه کې یو ښوونکی چې عبدالحلیم نومېده څو ځله د طالبانو سره د اړیکو په تور کورنیو او بهرنیو عسکرو زورولۍ وو هماغه وو چې عبدالحلیم نور پوه سو چې څوک یې پر کراره دندې ته نه پرېږدي او مجبور سو د طالبانو لیکو ته ولاړ او وسله یې واخیسته عملا یې د اشغالګرو پر وړاندي مبارزه پیل کړه،په دې توګه معلم عبدالحلیم په قاري حلیم بدل سو او څه وخت وروسته د طالبانو له خوا د ارچې ولسوالۍ د پاره د طالبانو ولسوال و نومول سو چې بیا د اشغالګرو امریکایانو په یوه شپنیزه چاپه کې شهید کړ ،داسې په سلهاو موارد سته چې امریکایانو او داخلي مزدورانو یې عام ولس جګړې ته اړوېستۍ وې، په دې توګه طالبي مقاومت په ولسې مقاومت واوښت په پاړسو کې یو متل دی وایې: تنګ آمد به جنګ آمد”.
ښه طالبه! پوهيږې پرون دي په غره کې هم ځای نه درلود نن په هسکه غړی هماغه اوږده کالي اوږدې څڼې لویه ږیره ښارونو ته راځې دا ځل څوک دا جرأت نه لرې چې د القاعده پېغور در کړې بلکې دوست او دښمن دي ټول قدر کوې عزت در کوې پوهیږې دا د څه شې برکت دی!
دا ستا د رب کومک او نصرت چې ستا وجود ته یې لکه د فولادو قوې عزم او آراده در واچوله،نه ستړې کېدونکی په لوږه تنده په سختۍ او اسانۍ کې د آمیر اطاعت،پر الله ج توکل،د خپل ولس سره بې سارې مېني،د شهید پلار نېکه د زاړه توپک سره د باطل پر وړاندي د حق په پلوۍ معرکې ته ووتې او الله ج دي نصرت وکړ!
کنه نو!ستا او د دښمن امکانات وسایل،تعداد د افرادو هیڅ د پر تلې وړ نه ده د ډیرو نظامي کارپوهانو له خولې مې په لومړیو کې واورېدل چې طالبانو جګړه داسې ده لکه څوک چې د ډبرې سره سر وهي، مراد یې له ډبرې څخه امریکا او ناټو وه،خو!نن هماغه دښمن چې ته یې په غره کې په ځنګله کې هم نه پرېښودې او د تش د ژوندون کولو طبعي او آلهی حق هم در څخه اخیست نن زارۍ در ته کوې د سولې د پخلاینې د حکومت د مشارکت وړاندیزونه!پوهیږم یو مهم شی مي د یاده وتلۍ وو شهیدان یادوم،د هغوی رښتینې مېنه او جذبه د خپل خالق سره د هیواد او ولس د ازادی سره د آلهي قانون د تطبیق سره دا د هغوی د پاکو وېنو برکت دی چې نن ته سر لوړی یې،هغوی په هغه سودا کې چې د خپل ځان او جنت په بدل د خپل رب سره کړې وه رښتیني سول او ځیني یې انتظار باسې هغوی له یاده مه باسه، د هغوی مرام فکر له یاده مه باسه!شرعي نظام له یاده مه باسه!
سوله!هغه سوله وکړه چې د اسلام او هیواد ازادي او خیر پکښې نغښتۍ وي د اشالغګرو وتل پکښې وې
پوهیږم چې ته له اوله او ازله سوله خوښی وې ستا د ښمن شر خوښۍ وو اوس نو چې د جنګ میدان دي وګټۍ د سیاست میدان هم ستا دی ولس تاته مینه در کړه غیږ یې در کړه پوهیږې دې دومره مینه هیچا ته ولس نه ده ور کړې،ستا دښمن دومره تبلیغات کړې وو چې ته یې حتی انسان نه وې معرفي کړۍ له دې سره سره بیا هم تا د ولس زړه و ګاټه او تا د ولس زړه ته لاره پیدا کړه هغه لار چې ستا دښمن د ډېرو امکاناتو سره بیا هم و نه مونده نو! د ولس د زړه څخه مه و ځه لکه څرنګه چې دي د جګړې میدان ګټلۍ د سولې هغه هم و ګټه!
که په دې پوهیدې چې میاشت کال وروسته سوله راځې کوشش وکړه چې دا مزل تر ورځو ساعتونو را لنډ کړه څو زموږ د یوسف مخو ځوانانو دنګې چنار ځوانۍ را و نه نړیږي،نورې مېندې بورې نشې خوندې بې وروره نشې او ماشومان مو یتیمان نشې.
د یو ازاد اباد افغانستان په هیله!
تل دي وي افغانستان!



