(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۹)
د طالبانو تر درۍ ورځني اوربند وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوې چې یواځې په تیرو دو ورځو کې لسګونه امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې له جګړو لاس اخیستی او د دې ډلې سره یوځای شوي .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د پکتیکا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۶ تنه عسکر، پولیس او اربکیان له خپلو او مهماتو سره یوځای د دوی لیکو ته ورغلي.
مجاهد ویلي، څو ګړۍ وړاندې ور ته د : عبدالجلال، عبدالنبی، عبدالقیوم، عبدالهادی، داود، ولی خان، نعیم، حبیب الله، عجب خان، جانو، سردار، سیفو، دولت، فیضان، مؤمن اومحمدنعیم په نومونو امنیتي ځواکونه ورغلي او دوی یې هم تود هرکلی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو شیبې وړاندې د بدخشان په وردوج او تشکان ولسوالیو کې هم ۱۶ تنه امنیتي منسوبین د طالبانو سره یوځای شوي او تیره ورځ بیا د غزني په مقر کې ۲۵ تنه ملي او محلي پولیس او د ملي اردو سرتیري له وسلو او مهماتو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي و.
باید وویل شي چې طالبانو د اوربند پر مهال تر ډیره هڅه وکړه چې افغان ځواکونه په فکري توګه را خپل کړي او دا پیغام ورته ورسوي چې د دوی جګړه د بهرنیانو پر وړاندې ده او دوی دې یا ورسره یو موټی شي او یا دې یواځې د هغوی له ملاتړ او د دوی پر وړاندې له جګړو لاس واخلي.















