څلور کسيزه کمېټه د سړې سولې هڅې ګړندۍ کوي

د پاکستان په بهرنيو چارو يې د نواز شريف صلاکار سرتاج عزيز خبري رسنيو ته ويل ، چې د افغانستان د سولې په اړه يوه څلور کسيزه کميټه جوړيدونکې ده، چې د کابل د دولت او طالب مشرانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پېل لپاره زمينه برابره کړي. سرتاج عزيز مطبوعاتوته دا هم ويلي، چې تېره اونۍ په اسلام اباد اسيا زړه کنفرانس کې د امريکا ، افغانستان ، پاکستان او چين څخه د يوې څلور کسيزې کميټې په جوړولو موافقه شوې ده ، چې د کابل او طالب مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د پېل کولو لپاره زمينه برابره کړي ، چې دا دی ډېر ژربه دا څلور کسيزه کميټه په خپل کار پېل وکړي. سرتاج عزيز د کابل او طالب مشرانو د مذاکراتو د پېل نيټه نه ده ښودلې ؛ خو دومره يې ويلي دي چې کميټه به هڅه وکړي په نږدې راتلونکې کې نېټه څرګنده کړي. د بلې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړي استازې ياو جينګ ويلي : د سولې په اړه به د کابل او طالب مشرانو سره د خبرو او مذاکراتو د پېل نېټه چې د کميټې غړي به يې ورسره کوي ، څرګنده شي. ياو جينګ ويلي چې ترڅو دواړو خواوې خبرې کولو ته چمتوالی ونه ښيي، د مذاکراتو د پېل نېټه نشي څرګندېدلی. که د افغانستان د سولې په اړه د مذاکراتو د پېل کولو هېڅ دومره کرار سره روانې وي او په مقابل کې يې جګړه په هره ورځ زور مومي ، ګرانه ده په نږدې کې دا هڅې مقصد ته ورسېږي ؛ ځکه دا اوس سره له دې چې د يخنۍ موسم په زور کې دی د تېرې ګرمۍ د موسم په څېر جګړې په زور کې راونې دي. پکار وه چې دې څلور کسيزې يا څلور اړخېزې کميټې خپل فعاليتونه ګړندي کړي وای. تريوې مياشتې زيات وخت خو به د دواړو خواوو د شرايطو په څرګنديدلو تېرېږي او بيا به د مذاکراتو پړاوونه هم زيات وخت اخلي. که د مذاکراتو په منځ کې د تېر په څېر کومه پېښه رامنځ ته شي، لکه: د مذاکراتو د پېل دويم پړاو چې د ملامحمدعمر مړينه يې د خنډ او ځنډ سبب شوه ؛ نو د سولې کرار هڅې به د نشت سره برابرې کړي. په اسلام اباد کې د اسيا زړه ټولو برخوالو هېوادونو په تېر بيا د سېمې او ګاونډيو هېوادونو سترمسؤليت دی ، چې د افغانستان د مسئلې په حل کې خپل فعاليتونه ګړندي کړي ؛ ځکه خپل د دې هېوادونو مشران ، چارواکې او قومي مشران ټول په دې اعتراض کوي، چې د افغانستان د نا امنيو لمن نورو ګاونډيو هېوادونو څخه دسېمې هېوادونوته رسيدونکې ده . يوازې د افغانستان دامن نه ؛ بلکې د ګاونډيو هېوادونو او د سېمې د امن د پاره ښکاره ده ، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه خپل فعاليتونه ګړندي کړي . دا مهال چې د افغانستان اقتصاد په کوم حالت کې قرار لري ، که جګړه نوره هم دوامداره شي د افغانستان ولس به نه يوازې دا چې د جګړو په اورکې وسوزي د خواراکي توکو د نشتوالي له کبله به هم د سخت مرګوني ناورين سره مخ شي.



