د لويديځې افريقا هيوادونو پر نقاب بنديز ولګاوه

کابل ټکی کام ۲۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د لويديځې افريقا د اقتصادي ټولنې رييس کارديه ديزيريه نن وويل، د هيوادونو مشرانو د نقاب په منع کولو هوکړه کړې ده، څو د ځان وژونکو حملو مخه ونيول شي.
نوموړي زياته کړې ده، د لويديځې افريقا هيوادونو په خپلو وطنو کې د ځان وژونکو حملو د مخنيوي لپاره پر نقاب اغوستو بنديز لګولی دی.
دغه پرېکړه د نايجيريا په ابوجا کې د اقتصادي ټولنې د وروستۍ غونډې په پای کې اعلان شوه، په پرېکړه کې وويل شول، چې د ګډونوالو هيوادونو مشران به د نقاب او هغو جامو منع کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي، چې شخص په کې نه پېژندل کېږي، څو د لويديځې افريقا په ټولو هيوادونو کې د هغو ځان وژونکو حملو مخه ونيول شي، چې سيمه ورسره مخ ده.



