ننګرهار: د ملي پیوستون ۷۷پروژې په بېلابېلو ولسوالیو کې بشپړې شوې

کابل ټکی کام ۲۷لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره پنجشنبه د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر انجینر عبدالنصیر ننګرهار ولایت ته په سفر ولاړو.
ښاغلي عبدالنصیر د ۷۷پروژو د پرانیستنې غونډه کې د خپل سفر لومړی موخه دا وښوده، تر څو هغه ۷۷ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري چې (د ۱۱۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت جوړې شوې) او بل هدف یې د سفرڅخه د ولسمشر غني د امر د عملي کولو لپاره چې د کارموندنې پرواګرام د پیل خبر یې ورکړی وو.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم د په یادو پروژو باندې د خوښۍ ښکاره کولو تر څنګ وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې د کار موندنې پروګرام پيل له ننګرهاره وشو او چې دې پروګرام لپاره ۲۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او په دې پروګرامونو کې به له شپږو زرو څخه ډېر کسان مصروفه شي.»
یاد وزارت، په ننګرهار کې د نورو بېلا بېلو پروژو د ترسره کولو لپاره د ۱۸.۶میلیونو ډالرو لګښت په پام کې لري.
د یادونې وړ ده چې د کلیو او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې کار موندنې پروګرام لپاره ۲۳۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د دې پروګرام پروژې لنډ مهاله دي.



