اسلام او سوله / درېيمه برخه

ليکنه : پوهنمل زاهدي احمدزی
لومړی، د مسلمانانو او کفارو ترمنځ سوله :
له غير اسلامي ځواکونو او کفارو سره د صلحې په باره کې الله تعالی په قرآن کريم کې مومنانوته داسې لارښوونه او حکم کړی دی او ورته فرمايلي يې دي:
وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ۶۱ وَإِن يُرِيدُوا أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ۶۲ (الانفال )
ژباړه: اوکه چېرې کفار صلحې او روغې ته ميل وکړي؛ نو ته هم د هغوی وړانديز ومنه او صلحې ته ميل وکړه او پرالله تعالی باندې توکل وکړه بېشکه ،چې الله تعالی هم دی ښه اورېدونکی د ټولو اقوالو دی او پر ټولو احوالو باندې پوه او ښه عالم دی. اوکه دوی يعنې سوله کوونکي کفار اراده کړي وي ،چې تاته دوکه او فرېب درکړي په دغه روغه کې؛ نو بېشکه تاته الله تعالی کافي دی. همدې هغه ذات دی ، چې تاته يې قوت درکړی پخپل مدد سره او په مومنانو سره .
شيخ الهند علامه محمود الحسن ديوبندي پخپل تفسيرموضح الفرقان کې ددغو مبارکو آيتونو په تفسير کې ويلي دي: په اسلام کې في سبيل الله جهاد په ځمکه کې دفساد او فتنې دختمولو او دسوله ييز ډاډمن ژوند د تېرولو او د کلمة الله د اعلاء لپاره فرض کړای شوی دی؛ نوکه چېرې دغه عالي مقاصد له وينې تويولو څخه پرته حاصل شي؛ نوبيا خو د وينې تويولو ته هېڅ حاجت نشته .
که چېرې اسلام مخالفين دروغې کولو وړانديز وکړي تاسې يې هم ورسره قبول کړئ ، او که هغوی د صلحې په پرده کې غواړي چې مومنان تېرباسي او دهغوی له پلوه د چل ول احتمال وي ؛ نو بيا هم تاسې هېڅ پروا مه کوئ او سوله ورسره وکړئ الله تعالی دمومنانو ملګری دی، دکفارو هرډول سوله دښمنه پلانونه به شنډ کړي او هم تاسې به پخپل نصرت سره پرې بريالي شئ.
او همدارنګه يې دکفارو سره دسولې په بارکې په بل آيت کې داسې فرمايلي دي:
فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا (النساء)
ژباړه: نوکه څنګ وکړي دوی له تاسې څخه پس دوی له تاسې سره جنګ ونکړي او دوی تاسې ته روغه در وړاندې کړه ؛ نونه ده ګرځولې الله تعالی تاسې ته پر دوی باندې هېڅ لاره دجنګ کولو؛ بلکې تاسې هم دهغوی دصلحې وړانديز قبول کړئ اوسوله ورسره وکړئ.


