کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
عراقي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې ۹ تنه عراقي سرتیري هغه مهال ووژل شول چې امریکایي جنګي الوتکو په تېروتنې سره د فلوجې ښار ته څېرمه پر عراقي عسکرو باندې برید وکړ.
د عراق دفاع وزیر خالد العبیدي د یادې پېښې په تأیید سره ویلي دي، «یاده پېښه تېره ورځ هغه مهال را منځته شوه چې د ایتلاف هوايي قواوو د پوځ د ځمکنیو ځواکونو ته د پرمختګ زمینه برابروله.»
العبیدي همدا راز وایي چې پوځي هلیکوپټرو د هوا د خرابوالي له کبله الوتنه نشوای کولای.
په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر تېره ورځ د عراق له صدراعظم سره یې د خواخوږی تر څنګ ویلي دی چې په یاده پېښه کې دواړه لوري ښکېل دي.
له دې څخه وړاندې پنټاګون ویلي وو چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.
پنټاګون وايي چې دا پېښه د عراق د امنیتي ځواکونو په غوښتنه او د هغوی د مالوماتو له مخې په یاده سیمه باندې برید ترسره شوی دی.


















