کابل ټکی کام ځانګړی راپور فرید احمد
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به په یو رسمي سفر سبا آذر بایجان ته ولاړ شي.
په اذربایجان کې د افغانستان سفارت رسنیو ته ویلي دي چې له ولسمشر غني سره به په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د مالیې وزیر، د تجارت او صنایعو وزیران، د کار او امور اجتماعي وزیر، د ملي امنیت مشاور او نور لوړ پوړي چارواکي به په سفر کې موجود وي.
سفارت له رسنیو سره د ولسمشر غني د سفر په اړه نور مالومات نه دي شریک کړي.
د غني دغه سفر یوه هفته وروسته له هغه څخه کیږي چې د پاکستان، افغانستان، او هندوستان ترکمنستان رسماً د «ټاپي» په نامه د ګازو د نل لیکې پروژه پرانېسته، د دې پروژې لپاره لس میلیارده ډالر په نظر کې نیول شوي دي چې په افغانستان کې ترټولو ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي.
دغه پروژه د ترکمنستان جمهور رئيس قربان بردي محمدوف، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف، د هندوستان د جمهور رئيس معاون محمد حامد انصاري په خاصو مراسمو کې د ترکمنستان په جنوب شرق کې د ګازو په میدان کې چې ګالیکینیش په نامه یادیږي افتتاح کړه.
ویل کیږي چې ددې نل لیکې اوږدوالۍ ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۲۰۰ کیلو متره یې په ترکمنستان کې، ۷۳۵ کیلومتر یې په افغانستان، ۸۰۰ کیلو متره په پاکستان کې دی او له هغې ځایه د فاضلکه په سرحد له هندوستان سره به تیریږي
د ټاپي پروژه چې له ترکمنستان څخه به ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لیږدوي، د افغانستان او منطقې لپاره حیاتي ارزښت لري چې د سولې لپاره به هم کارنده کار وکړي.
دا پروژه چې په لمړي سره کې د افغانستان اسلامي امارت د یوې امریکايي کمپنۍ سره لاسلیک کړې وه او ۲۵۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه پکې مساعده شوې وه خو اوس یوازې ۱۲۰۰۰ افغانان په دغه نل لیکې کې د کار کولو حق لري.
دا پروژه به په ۲۰۱۸ کال کې پوره شي او د ګاز لیږد به پکې پيل شي.


















