کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د یمن امنیتي ځايي سرچینو خبر ورکړی دی چې جګړه د یمن د حجې په ولایت کې را منځته شوې ده چې له امله یې ۴۰تنه حوثي وسلوال او ۲۸تنه حکومتي عسکر وژل شوي دي، او هم د دواړو لوریو لسګونه تنه ټپيان شوي دي.
سرچینو همدا راز ویلي دي، حکومتي قواوو چې له عربستان څخه ورته روزنه ورکول کیږي، له خپل روزنځای څخه یې په حوثیانو برید کړی دی.
د ملګرو متلونو عمومي منشي بان کي مون د مذاکراتو د پیلېدو د هرکلي تر څنګ ویلي دي چې په یمن کې جګړې ته د پای ټکی یوازې او یوازې خبرې اترې دي.
مذاکرات د سې شنبې په ورځ پیل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یمني حکومتي قواوو او حوثيانو تر منځ د اوربند د مراعاتولو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.


















