کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت مرستیال والي محمد جان رسولیار په فیسبوک کې له افغان ولسمشر څخه په یوه پرانیستي لیک کې خبردارۍ ورکړی دی چې په تېرو دوو ورځو جګړو کې یې لږ تر لږه ۹۰ سرتیري وژل شوي دي.
په لیک کې ویل شوي دي چې د هلمند درې ولسوالۍ خو وړاندې د طالبانو په ولکه کې وې، خو اوسمهال د سختو جګړو له کبله دوه نورې ولسوالۍ هم د سقوط په حال کې دي.
رسولیار په لیک کې د کابل له مرکز څخه شکایت کړی دی چې سم ملاتړ یې نه کوي.
له ولسمشر څخه یې په جدي توګه غوښتي، تر څو د نورې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
جان محمد رسولیار په فیسبوک کې د یادو څرګندونو د خپرولو وجه دا بیان کړې ده چې د رسمي چیلنونو له لارې یې چا په خبره سر نه ګرځاوو، او ولسمشر ته یې نه رسولې.
رسولیار وايي، اوسمهال هم د هلمند په ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو تر منځ درنده جګړه روانه ده.
د رسولیار د خبرې په تأیید سره د سنګین ولسوالۍ د اېمرجنسي روغتون یوه کارکوونکي چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې ورته د افغان ځواکونو له ۱۰۰ څخه زیات جسدونه راغلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ ځایي خلکو هم رسنیو ته د نا امنۍ څخه شکایت کړی دی او زیاته کړی یې ده چې تر اوسه پورې طالبانو ۱۵امنیتي پوستې نیولي دي.
تېره ورځ افغان ځواکونو د خانشین د بیا نیولو ادعاء وکړه خو د رسولیار په لیک کې ورسره تناقض ښودل شوی.
هغه لیکلي دي ((وروستۍ سقوط مو د خانشين ولسوالۍ وه، چې د لېندۍ په لسمه ځواکونه ترې ووتل، اوس يوه با امنه ولسوالۍ د ګرمسېر پاتې ده، ناوه او نادعلي هم تر سترو ګواښونو لاندې دي، په سنګين او ګرشک کې سختې جګړې روانې دي چې امنيتي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.))
رسولیار همدا راز د بهرنیو ځواکونو الوتنې کاذبانه بللي دي، وایي((کله چې ولسوالۍ يا پوستې سقوط وکړي، نو بهرني ځواکونه يې پر سر کاذبانه الوتنې کوي او هغه وسايط شمېري چې دښمن ته په لاس ورغلي وي.))


















