کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سوريې دولتي رسنيو خبر ورکړی دی چې د شنبې په شپه په جرامانا نومې سیمه کې د راکټ له لګېدو وروسته قنطار د ساختمان لاندې شوی وو چې وروسته بیا په ټپي حالت روغتون ته لېږدول شوی او په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.
په لومړیو کې د یاد برید پړه چا و نه منله، خو وروسته بیا د لبنان حزب الله ګوند چارواکو د یاد خبر په تأیید سره وویل چې د دغه بريد تر شا د اسرائیلو لاس وو.
له بلې خوا د اسرائیلو د کور جوړونې وزیر یاو ګالانټ ویلي دي چې«زه د دې موضوع په تړاو نه څه تاییدوم او نه يې ردوم.»
خو د دې خبرې له کولو څخه وروسته وایي «دا ښه خبره ده چې د سمیر قنطار په څېر کسان نړۍ کې نه وي.»
د ۱۹۹۷ میلادي کال د اپریل ۱۶مه کله چې قنطار ۱۶ کلن وو، نو دوه اسرائیلي عسکر او دوه ماشومان يې وژلي وو.
هغه مهال قنطار د اسرائیلو له لورې په عمري بند محکوم شو، چې په بند کې د ۲۹ کالو له تېرېدو وروسته په ۲۰۰۸م کال د لبنان د حزب الله له زنداني په بدل کې ازاد کړی شو، او بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
ویل کیږي، کله چې قنطار خوشی شو نو د حزب الله ډلې په یوه کلیدي غړي بدل کړی شو.


















