کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د زابل د والي ویاند ښاغلي ګل اسلام سیال رسنیو ته ویلي دي چې نن مازدیګر ۴بجې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د تغذیر آباد نومې سیمه کې ټېلر او ۳۰۳ بس موټران سره ټکر شوي دي، چې له امله یې ۴تنه وژل شوي او ۶تنه نور ټپيان دي.
سیال، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښیي.
د یادونې وړ ده، هر کله چې کومه ترافیکې پېښه را منځته شي، لامل یې د چلوونکي بې احتیاطي ښودل کیږي.


















