ليکنه : مفتي محمدالياس « فاتح »
هغه له ځان وروسته د زرګونو کتابونو علمي زیرمه اسلامي نړۍ ته په مېراث پرېښوده .
« امام عبدالرحمن ابن الجوزي رحمة الله عليه »
د شپږمې سپوږمیزې پېړۍ سترعالم ، محدث،فقيه، مفسر ، مؤرخ، شاعر اوليکوال حافظ ابن الجوزي رح اصلي نوم عبدالرحمن و، چې د علي زوی د محمد لمسی د علي بن عبیدالله کړوسی و او دنسب لړۍ يې حضرت ابوبکر صديق رض ته رسېږي. نوموړی په ۱۰ ۵ هـ،ق کال د بغداد په « درب الحبیب » کلي کې نړۍ راغی .
دشيخ عبدالرحمن رح کنيه ابوالفرج او لقب يې ابن الجوزي و؛ دده نسبت دجوز (چارمغز)هغې ونې ته شوی دی چې د « واسط » په ښار کې د دوی د کور په منځ کې ولاړه وه، چې په ټول ښار کې داسې بله لويه ونه، نه وه. ابن الجوزي رح درې کلن ماشوم و، چې د پلار سوری يې له سره پورته شو او پالنه ، روزنه يې د ګرانې مور او مهربانې ترور ته ور غاړې شوه . کله چې نوموړی په ښو او بدو پوی شو؛ نو دديني زده کړو لپاره يې دجومات ملا امام (شيخ ابن ناصر رح ) ته وسپاره . د ابن جوزي کوچنيتوب دنورو په څېر نه و، دده دماشومتوب دوره د زهد او ديندارۍ څخه ډکه وه ، د وخت د ضايع کېدو له ډاره يې د هېچا ملګرتيا او مخ کېدل نه خوښول ، هغه خواړه به يې نه خوړل چې شبهه به ورکې وه،له ماشومانو سره به يې لوبې نه کولې او له جمعې لمانځه پرته به هېڅ له کوره نه وت .
علامه ابن جوزي رح لومړی دقران کريم حفظ ، بيا دوخت له نامتو قاريانو څخه د تجويد او قرائت علم زده کړ او له هغې وروسته يې له مشهورو امامانو او فقهاوو څخه د مروجو علومو او نبوي احاديثو زده کړې ترلاسه کړې . دنوموړي له استاذانوڅخه : قاضي ابوبکر الانصاري، ابوالقاسم الحریري، علي بن عبدالواحد الدینوري ، ابوالحسن ابن الزاغوني، اسماعیل بن ابي الصالح المؤذن ،ابومنصور القزاز، علامه ابی الوقت او ابوالقاسم علي بن یعلی العلوي دبېلګې په توګه يادولای شو.
علامه ابن جوزي د ملکوتي غږ څښتن او ددرس او وعظ شاهکار او د زيات شهرت خاند و، هغه د وخت د پاچا په اجازه په جامع المنصور کې درس او وعظ پېل کړ او خاصو ، عامو ته یې ګټه رسیدله. بیاچې کله عباسي خليفه المستنجد بالله عباسي دخلافت په تخت کېناست ،دلوی صوفي او بزرګ عالم عبدالقادر جیلاني او د وخت د نورو عالمانو ، عارفانو په ملګرتيا يې په یو ه لويه جلسه کې علامه ابن الجوزي رح ته يو ځل بيا د فضیلت پګړۍ ورپه سرکړه او د شاهي قصر په جامع جومات کې يې د درس ، تدریس ، وعظ او خطابت مسؤليتونه ور وسپارل؛ هماغه وه چې شهرت يې په ټوله اسلامي نړۍ کې خور شو. د نوموړي د وعظ او تقرير ونو غونډو ته به بادشاهان ، وزیران ، خلفاء ، امیران او لوړ لوړ شخصيتونه حاضريدل اوپه زرګونه خلک به ورته راغونډېدل آن تردې چې په ځينو غونډو کې به تر یولک زيات خلک راټول شوي وو.
د نوموړي دوعظونو او کتابونو له برکته په زرګونه خلک داسلام په مبارک دين مشرف او په لکونه انسانان له ګناهونو څخه توبه ګار شوي دي . هغه دعمرپه وروستيو کلونو کې پخپله ويلي : ((ما په خپلو ګوتو زرګونه جلده کتابونه وليکل، زما په لاس لکونو خلکو توبه ووېستله او زماپه لاس شل زره کسان په اسلام مشرف شول))
. ابن جوزي په ۶کلنۍ کې دحديثو سماع شروع او په ۱۷ کلنۍ کې يې دتصنيف په ليکنې شروع کړې وه . نوموړي به هره ورځ څلور کتابچې لیکلې چې هرکال به یې پنځوس اویا شپیته جلده کتابونه برابرول. هغه په هرعلم کې ازاد لاس درلود، دخپل مذهب سترامام و، د خپل پېر اديبان او شاعران يې دخپل ځانګړي ادبي سبک پر وړاندې په ملا خم کړي وو. د مناظرو په نړۍ کې ترهرچامخکې تللی او په تفسیر اوحدیث کې یې پخپله زمانه کې ساری نه درلود. په نړۍ کې يې داسې هېڅ فن او علم پرېنښود، چې په لوړه کچه لیکنه يې پکې کړي نه وي. هغه دبېلا بېلو علومو ګرځنده کتابخانه وه او له ځان وروسته يې دزرګونو کتابونو لويه علمي زیرمه اسلامي نړۍ ته په مېراث پرېښوده .
تالیفات او تصنیفات يې :
دحافظ ابن جوزي رح دکتابونو کره شمېر نه دی معلوم ، په دې اړه حافظ امام ذهبي رح داسې وایي : ماته داسې عالم نه دی معلوم ، چې د حافظ ابن الجوزي په څېر يې دومره زیات تعداد تصانیف کړي وي.
شيخ ابن تیمیه رح وايي : ما د حافظ ابن الجوزي رح (۱۰۰۰)زر تصانیف ولیدل ، مافکرکاوه چي نور به یې نه وي بیامې هاغه تصانیف دده ولیدل چې پخوامې نه وو لیدلي. رښتیا هم د حافظ ابن جوزي تصانیف ډيرزیات دي چې کابو له شمار څخه وتلي دي.
استاذ عبدالحمید العلوجي د ده په تصنيفاتو يو ځانګړی کتاب ليکلی او په ۱۹۶۵ ز کال په بغداد کې له چاپه راوتلی دی ، دنوموړي دکتابونو شمېر پکې ۳۷۶ ته رسيدلی ،چې
ځينې يې په لاندې ډول دي :
- زاد المسير في علم التفسير
- نواسخ القرآن
- الوفاء فی فضائل المصطفی صلی الله علیه وسلم
- شرف المصطفی صلی الله علیه وسلم
- سیرة الرسول صلی الله علیه وسلم
- التبصرة في الوعظ
- احکام النساء
- حکام الاشعار باحکام الاشعر
- اخبار مکة
- درر الجواهر من كلام الشيخ عبد القادر
- اخبارالنساء
- الارج فی الموعظة
- الاریب فی تفسیر الغریب
- اسباب النزول
- اعمار الاعیان
- أنس الفرید وبغیة المرید
- الا انصاف فی مسائل الخلاف
- ایقاظ الوسنان فی الموعظة
- اعلام الاحیاء باغلاط الاحیاء
- اسماء الضعاف
- الباز الاشهب المنقض علی مخالفي المذهب
- بستان الواعظین
- البغلة فی الفروع
- بستان الصادقین
- بحرالدموع
- تحفة الواعظ ونزهة الملاحظ
- التحقیق فی احادیث الخلاف
- تذکرة الاریب فی التفسیر
- تذکرة المنتبه بیعون المشتبه فی متشابه القرآن
- تلبیس ابلیس
- تلقیح فهوم اهل الاثر فی التاریخ والمغازي والسیر
- تنبیه النائم الضمرعلی مواسم العمر
- تحفة المودود فی احکام المودود
- تقریر القواعد فی علم الاصول
- تریاق الذنوب
- الثبات عندالممات
- جامع المسانید والالقاب
- جواهرالمواعظ
- الجلیس الصالح والانیس الناصح
- الحدائق لاهل الحقائق
- حسن السلوک فی مواعظ الملوک
- درء اللؤم والضیئم فی مدح یوم الغیم
- دور الاثر
- دواء ذوي الفضلات
- ذم الهوی
- الذهب المسبوک فی سیرالملوک
- ذیل طبقاة الحنابلة
- الردلی المعتب المانع من ذم یزید
- روح الارواح
- روضة المریدین
- رسالة فی برالوالدین
- الزهر الائق
سلوة الاحزان بما روی عن اهل العرفان - سیرة العمرین
- سیرة المستغني
- شذور العقود فی تاریخ العهود
- صبا نجد فی الموعظة
- صفة الصفوة
- صید الخاطر
- الطب الروحاني
- عجائب النساء
- عجالة المنتظر فی شرح حال الحضر
- عجیب الخطب
- عمائق المرافق
- العلل المتناهیة فی الاحادیث الواهیة
- عمدة الدلائل فی مشهور المسائل
- عیون الحکایات
- غریب الحدیث
- فضائل المدینة المنورة
- فنون الفنان فی علوم القرآن
- قصص الانبیاء علیهم السلام
- کتاب الاذکیاء
- کتاب الاالقاب
- کتاب الحمقی والمغفلین
- کتاب الفروسة
- کشف مشکل الصحیحین
- کمسات الزهر وفریدة الدهر
- کنزالذاکرین
- کتاب فی الحث علی طلب العلم
- کتاب البروالصلة
- اللألي فی الخطب والمواعظ
- لطائف المعارف فیما للموسم العام من الوظائف
- اللطف فی المواعظ
- لفتة الکبد فی نصیحة الولد
- لقط الجمان
- اللقط فی حکایات الصالحین
- لقط المنافع فی الطب
- اللؤ اللؤة فی المواعظ
- المجتبی فی انواع من العلوم
- المختارمن لقط المنافع فی الطب
- مثیر الغرام لساکن الی اشرف الامکان
- المدهش فی علم ومحاضرات من المواعظ
- مرافق الموافق
- المذهب فی المذهب
- مسبوک الذهب فی المذهب
- المصفی بأ لف اهل الرسخ من علم الناسخ والمنسوخ
- المغني فی التفسیر والمواعظ
- مناقب الامام احمدحنبل رح
- مناقب عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه
- مناقب معروف الکرخي رحمة الله علیه
- مناقب عمربن الخطاب رضی الله عنه
- المنتخب فی النؤب
- المنتظم فی تاریخ الامم
- المنثور فی المواعظ
- منظومة فی الحدیث
- المنعش مختصر المدهش
- منهاج اهل الاصابة فی صحبة الصحابة
- منهاج العابدین علی اسلوب الاحیاء علوم الدین للغزالي
- منهاج الوصول الی علم الصول
- منهاج النظر وجنة الفطر
- المواعظ والمجالس
- الموضوعات الکبری
- مولد النبي صلی الله علیه وسلم
- الناسخ والمنسوخ فی الحدیث
- نخب المنتخب
- نرجس القلوب الدال علی طریق المحب
- نزهة الاعین النورظرفی علم الوجوه والنظائر فی معاني مفردات القرآن
- نسیم الریاض فی المواعظ
- نسیم السحر فی المواعظة
- النطق المفهوم من اهل الشمت المعلوم
- النفیس فی الموعظة
- نظم الجمان
- نفی النقل فی الحدیث
- نور الغش فی فضائل السود والجیش
- یاقوتة المواعظ والموعظة
- لفتة الكبد إلى نصيحة الولد
- تاريخ بيت المقدس
- صيد الخاطر
علامه ابن جوزي رح دشيعه رخه ګرو دمنافقت لامله په پنځه اوياکالني عمر پنځه کاله د زندان ازموېښت هم تېر کړ او بالآخره دزرګونو کتابونو ليکوال دپنځه ورځې ناروغۍ پس د روژې مبارکې مياشتې په دولسمه دجمعې شپې دماښام اوماخوستن ترمنځ په خپل کور کې داجل داعي ته لبيک ووایه او دتل لپاره يې له دې نړېدونکې نړۍ سره خدای پاماني وکړه . انا لله وانا الیه راجعون
دده د مرګ اوازې په خپرېدو سره ټول بازارونه وتړل شول ، د جنازې مراسم يې په تاندو سلګيو او تړمو اوښکو په بدرګه په داسې حال کې ترسره شول چې ورځ هم ډېره ګرمه وه ، آن تردې چې خلکو ځانونه په اوبوکې واچول او ډېرو خلکو روژې وخوړلې، دومره زياته ګنه ګوڼه وه چې خلکو به دا ورځ ، د حشر ورځې سره تشبه کوله . او دا علمي خزانه په (باب حرب) کې دامام احمدبن حنبل رح ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه. الله تعالی دې په جنتي نعمتونو ونازوي. آمين.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سرچېنې :
وفیات الاعیان دابن خلکان ليکنه
الکامل فی التاریخ دابن اثیر ليکنه
اسماء الرجل دعلامه طیبي ليکنه
الاعلام د زرکلي ليکنه
البدایة والنهایة دابن کثیر ليکنه
تاریخ الاسلام دحافظ ذهبي ليکنه
ذیل طبقاة الحنابلة د ابن رجب ليکنه
شذارت الذهب فی اخبار من الذهب دابن عمادليکنه
او بېلابېلې عربي وېب پاڼې


















