کابل ټکی کام فرید احمد
نن د فرانسې یوې الوتکې په کنیا کې هغه مهال بیړنۍ ناسته وکړه چې امنیتي ستونزو سره مخ شوه.
دغه الوتکه د فرانسې د هوايي شرکت «ائیر فرانس» مربوطه ده چې له موریشس څخه د فرانسې پلازمېنې پاریس ته روانه وه.
د کینیا چارواکې وايي د امنیتي کسانو له لورې الوتکه ځکه معطل شوې ده ترڅو په الوتکه کې د ځای پرځای شوي بکس پلټنه وکړي چې هلته ایښودل شوی دی او ګمان پرې کیږي چې په بکس کې چاودیدونکي توکي موجود وي.
د الوتکې پيلوټانو ته د چارواکو له لوري امر شوی وو چې د کینیا پلازمینې مومباسي په موی هوایي ډګر دې ښکته شي.
په کینیا کې اړوند پولیس وايي چې د الوتکې له مساپرو څخه یې پوښتنې ګرويږنې پیل کړي دي او د چاودیدونکو توکو ماهره ډله دغه شکمن بکس پلټي.
د اییر فرانس پدغه الوتکه کې ټول ټال ۴۷۳ کسان سپاره وو چې ۴۵۹ پکې مساپرین دي او ۱۴ نور کارکوونکي دي.


















