تخار (کابل ټکی کام:یکشنبه، لېندۍ۲۹مه، ۱۳۹۴ل) :
درقد ولسوالۍ کې د دولت یوه امنیتي پوسته په بشپړ ډول طالبانو نيولې ۲ سیميز پولیس وژل شوي او ددرې تنه نور يې ټپیان شوي دي .
طالبانو د يوې رسمي خپر پاڼې په ترڅ کې ویلي دي، چې د دوي ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند دروازه پته سیمه کې د سیميزو پولیسو پر یوه امنیتي پوسته بريد کړی، چې په پایله کې يې پوسته په ټولیزه توګه نيولې ۲ تنه اربکي پولیس يې وژلي او درې تنه نور يې ټپیان کړي دي.
خبر پاڼه زیاتوي دغه جګړه تر دوو ساعتونو وغځېده، چې په نتیجه کې يې یواندازه وسلې او مهمات هم ددوي لاس ته ورغلي دي .
بدرالدین ځواك


















