
د یو تن په خاطر ۱۶ ملیونه خلک ووژل شول.
لیک: عبد الله صدیقی
دا انځور والا یو صربیایي شاګرد و نوم یې ( غافریلو برینسیب ) و.
نوموړي د صربیا په پوځ کې ځان شاملول غوښتل خو دده قد لنډ و نو پوځ کې ونه منل شو.
اراده یې وکړه چې خپل شجاعت وښيي، نو په همدې کال په ۲۸/۶/۱۹۱۴ م تاریخ یې د اطریش هېواد ولي عهد او د هغه ښځه چې سرایوو ته په رسمي سفر راغلي ول ، ووژله.
د دوی وژل کیدل د دې لامل شو چې اطریش په صربیا د جنګ اعلان وکړ.
روسان د صربستان ملګري و نو روسانو په اطریش جنګ اعلان کړ.
جرمني په روسانو جنګ اعلان کړ. او فرانسې په جرمنی جنګ اعلان کړ.
جرمنیان د فرانسویانو سره د جنګ په موخه روان شول او د بلجیم خاوری ته داخل شول، بلجیم او برتانیا د جرمني په دې کار په غصه شول او په جرمني یې د جنګ اعلان وکړ.
عثماني خلافت د جرمنی ننګه وکړه او پر ټولو یې د جنګ اعلان وکړ.
د عثمانیانو په دې اعلان امریکا، ایټالیا، یونان، رومانیا او پرتګال په غصه شول او دوی ټولو پر عثماني خلافت د جنګ اعلان وکړ.
په دې ډول په کال ۱۹۱۴ م کې اول نړیوال جنګ پیل شو چې ۱۶ ملیونونه زیات خلک پکی ووژل شول، ۸ ملیونه پکې ورک شول او ۲۰ ملیونه پکې زخمیان شول.
او تر ټولو بده خبره دا چې عثماني خلافت ړنګ شو.



