کابل د م،م د امنیت شوراء له لوري پر طالبانو د بندیزونو هر کلی وکړ

کابل ټکی کام ۰۱جدې۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون (دوشنبه) پر طالبانو خپل لګېدلي بندیزونه د ۱۸میاشتو لپاره نور هم تمدید کړل.
د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو یاد لګېدلي بندیزونه د ۲۰۰۱م کال په پای کې لګول شوي دي، چې پکې په یو شمېر طالب چارواکو د سفر او د هغوی پر مالي سرچینو باندې بندیزونه لګېدلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د ملګرو متلونو له لوري د یادو بندیزونو هرکلی وکړ، او د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه یې هم وکړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صدیق صدیقي نن (سې شنبه) وویل: «مونږ تل د بندیزونو او نورو دغسې مواردوغوښتونکي وو ترڅو د طالبانو پر څیر په تروریستي ډلو فشار راوړل شي او ددغو ډلو د تمویل سرچینې باید وچې شي.»
صدیقي پخپلو خبرو کې وویل، اوسمهال هم طالبان له بېلا بېلو مالي سرچینو څخه تمویلیږي، چې په بندیزونه یې په وچولو  کوم رول نشي لوبولی.
تر دې دمه، طالبانو د دې اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو څو کلونو کې یې یاد بندیزونه سخت غندلي وو، او دا بندیزونه یې بې اغېزې بللي وو.
د یادونې وړ ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوران کې د افغانستان د سولې عالي شوراء له ملګرو ملتونو څخه په څو ځله غوښتي وو چې د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونو لرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button