امریکایانو په تورغر کې د الوتکو په مټ پټ مخي ښکته کړي دي

کابل ټکی کام عبدالله زابلي

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د تور غر سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي دي، «تقریباً د ماسپښين وخت وو، په دغه تورغر کې سپینه الوتکه راغله، کېناسته، او په تورو جامو پوښلي کسان یې ښکته کړل.

ځايي اوسېدونکي وایي چې له جامو څخه یې داسې څرګندېدله چې ښايي د داعش ډلې وسلوال وي.

د سیمې یو قومي مشر وایي، چې د داعشیانو په ښکته کېدو سره طالبانو له دوی سره اړیکه نیولې ده، چې سیمې ته داعشایان ښکته شوي دي، هغه وايي: «طالبانو راڅخه وغوښټل چې په مقابل کې د اقدام کولو لپاره له مونږ سره مرسته کولی شئ؟» دغه مشر وايي چې ځواب یې تراوسه ځکه ندی ورکړی چې د دولت د ځواب انتظار باسي. او که چیرې دولت ددوی سره په دې اړه مرسته ونکړي نو له طالبانو څخه به مرسته وغواړي، دده په وینا چې طالبان یې په خلاف ښه اقدام کولای شي.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت والي ښاغلی سلیم خان کندوزی وایي، چورلکې ناسته کړې، ښايي یو مشکل ورته پېښ شوی وي، خو دا چې داعشیان یې ښکته کړي دي په اړه یې معلومات نلري.

د ننګرهار ولایت ولایتي شوراء مشر هم د چورلکې ښکته کېدل تأیید کړي دي، او ویلي یې دي چې نه پوهیږي ولې داسي شوي دي.

ځایي خلک وایي، چې همدا تور مخي داعشیان اوس هم هلته پټ دي او دولت یې باید په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي کنه نو همدا کسان ددوی د وژلو لپاره ګمارل شوي دي. دوی وایي، که یې په اړه پلټنې ونشي، نو مجبور به شي چې له سیمې کډې وکړي..

په افغانستان کې داسې پيښې تقریباً په هر هغه سیمه کې شوي دي چې هلته د داعش په نامه کسان راپیدا شوي وي.

په زابل کې هم څو څو ځله امنیه قمندان رسنیو ته ویلي وو چې په دولتي موټرونو کې د داعش لپاره اسلحه لیږدول کیږي چې دده له قوله یو ځل دوی ونیوله او په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو له لوري ورته ټلفون وشو چې اسلحه دې پریږدي تر څو تر هدف پورې ورسول شي.

په زابل کې د داعش په نامه ډله هغه ازبکان وو چې په پاکستان کې د ضرب عضب په نامه عملیاتو څخه د افغانستان په لورې تښتیدلي وو، او هلته له دې ډلې سره د طالبانو د پخواني قمندان، ملا دادالله کشر ورور، منصور دادالله یو ځای او د طالبانو په وړاندې یې مخالفت شروع کړ، د زابل په ارغنداب کې د طالبانو یو ځایي قمندان «ملا برهاني اخند» زمونږ همکار ته ویلي دي چې یو ځل یې د داعش په نامه هغه اسلحه هم ونیوله چې ددې ډلې په نامه د کندهار د امنیه قمندان عبدالرازق لخوا ورلیږدول شوې وه. قمندان زیاتوي چې دولت منصور دادالله ته ډاډ ورکړی وو چې د طالبانو په خلاف کاروايي لپاره هرې همکارۍ ته چمتو دی.

کال وړاندې په هلمند کې هم داسې پيښه شوې وه چې هلته هم د طالبانو څخه یو ناراضه شوي قمندان ته د دولت له لوري اسلحه ورکړل شوې وه ترڅو د ځايي طالبانو په خلاف جګړې ته خلک وهڅوي.

د داعش وسله واله ډله وروسته له هغه په عراق کې منځ ته راغله چې ددې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د امریکا له زندان څخه ازاد کړل شو، او هلته یې سمدلاسه د القاعده تنظیم څخه بیله ډله جوړه، او په سیمه کې یې خپله مبارزه شروع کړه.

د بغدادي په اړه ویل کيږي چې کله له زندان څخه ازدا کړل شو، په لویه پيمانه پيسې ورسره پيدا شوې وې او هلته یې د القاعدې قمندانان او د صدام د رژیم عسکر د ځان سره یوځای کړل او په سیمه کې یې د نویو اسلحو په درلودلو سره شهرت پيدا کړ، او زیاتې سیمې یې د عراق له شیعه رژیم څخه ونیولې.

هغه په ډیره بیړه د خلافت اعلان وکړ، او هلته یې د هغه کسانو ښځې د ځانونو لپاره د وینځو په طور کارولې چې ددوی مخالفت یې کولو، او د عوامو ملکیتونه یې د ځان لپاره غنیمت بلل.

د داعش په اړه نړیوال هر وخت بیل بیل نظرونه لري، هغوی داسې انګیري چې دا ډله د امریکا او متحدینو له لوري حمایه، او د اسلامي ملکونو په خلاف جنګول کیږي.

ددې ډلې تر ټولو سرسخت مخالفین اسلامي جهادي ډلې دي، په عراق او سوریه کې د القاعده سره ددوی څو څو ځله جګړې منځ ته راغلې چې په سلګونه کسان د دواړو له لوریو پکې وژل شوي دي، همدارنګه په افغانستان کې هم ددوی جګړې یوازې له طالبانو سره کیږي، چې دلته هم د دواړو لوریو ترمنځ په لسګونه کسان وژل شوي دي.

همدارنګه دوی په خپلو ویډیوګانو کې اسلامي تنظیمونو ته ګوت څنډنې کوي، په مصر کې اخوان المسلمین، په فلسطین کې د حماس جهادي تنظیم، په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت، په نړیواله کچه لوی جهادي تنظیم القاعده د ځان دښمن بولي او په خلاف یې خلک جګړې ته هڅوي.

د روسیې جمهور رئیس ویلادي میرپوتین له آر ټي تلویزوني چینل سره په مرکه کې وویل چې ۴۰ ستر ملکونه د داعش ډلې په راپیدا کولو کې لاس لري، خو هغه د بعضو نامالومو وجوهاتو له کبله ددې ملکونو نومونه په ډاګه نکړل.

د داعش وسله واله ډله له خپلو ملګرو څخه علاوه نور ټول مسلمانان کافر او واجب القتل بولي، د هغوی د وژنو طرز بیل دی او په هره پروپاګنډايي ویډیو کې په نوي طریقه سره هغه کسان وژني چې له دوی سره په بند کې وي.

د افغانستان په ختیځ کې هم دې وسله والو د خلکو پر وړاندې سخت دريځ نیولی دی، ویل کیږي چې دوی هلته د افغانستان او سیمې د استخباراتو له لورې حمایه کیږي او په زیاته پيمانه نوې اسلحې او ډالر ورسره پیدا کیږي.

دغه وسله واله ډله په افغانستان کې د خارجي قواوو او افغان عسکرو په خلاف جګړه نه کوي، ددوی په وینا ددوی دښمنان هغه کسان دي چې د امام ابوحنیفه په مذهب وي، او د افغانستان له طالبانو سره همکار وي.

افغان طالبان هم دوی د خپل ځان دښمنان بولي، او پر دوی یې د خوارجو فتوا لګولې ده.

خوارج په اسلام کې هغه فتنه ګره ډله بلل کیږي چې د وخت د امام او یا ایمهء اربعه وو په اطاعت کې نه وي او دوی د ځان لپاره خپله بیله سخت دریځه طریقه لري. ددې ډلې په اړه د اسلام ستر پيغمبر هم وړاند وینه کړې وه چې د حضرت علي کرم الله وجهه په خلاف منځ ته راغله او بیا یې په خلاف صحابه وو جهاد شروع کړ او له منځه یې یووړله.

خو دا چې اوس په افغانستان کې له دې ډلې سره هوايي همکاري هم پيل شوه نو افغان ملت څرنګه کولای شي ددې ډلې له ظلم او وحشت څخه ځانونه وژغوري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button