تهران: د هوا ککړوالی هره ورځ ۱۸۰ تنه وژني

کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د تهران د ولايتي شورا مشر مهدي جمران ويلي، د ايران په پلازمېنه کې هره ورځ د ککړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۸۰ تنه وژل کېږي.
د تهران چارواکو نن دريمه ورځ هم د اونۍ له پيله ټول ښوونځي او د کوچنيانو د ښوونې ځايونه تړلي دي، څو خلک له حده د ډېرې ککړې هوا له ضرره په امن وي.
جمران د غونډې پر مهال وويل، په وروستيو ورځو کې د ککړې هوا له امله په تهران کې د خلکو په مړينه کې ډېروالی راغلی دی، چې د صافې هوا ساتلو لپاره اوسني تدابير کافي نه دي.



