افغان پوځي الوتکو د سنګین ولسوالۍ کلا بندو عسکرو ته د هوا له لارې مرستې غورځولې

کابل ټکی کام فرید احمد

د څو ورځو راپدېخوا د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې افغان ځواکونه کلابند پاتي دي، چې په نږدي واټن کې شاوخوا طالبان ورته پراته دي.

څو ورځې وړاندې د هلمند والي مرکزي دولت ته د ګواښ کړی وو، چې که د محاصره شویو عسکرو مرسته ونشي نو کیدای شي د لوږې له امله طالبانو ته تسلیم شي.

د هلمند والي له محاصره شویو عسکرو سره د هوايي مرستې تائيد کړی دی خو ددې خبرې د تائید کولو څخه یې ډډه کړې چې سیمې ته یې تازه دمه قوه رسیدلې ده او که لا هم د انتظار شپې او ورځې تیروي.

د سختو جګړو له کبله په هلمند ولایت کې ډيری کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړه شوي دي، خلک وايي چې جګړو نه یوازې کاروبار درولی بلکې هره شېبه د مرګ انتظار باسي.

له هغه وروسته چې طالبانو د سنګین ولسوالي نیولې ده، برتانوي فوځيان هم هلته رسیدلي دي، ترڅو د افغان ځواکونو روحیه لوړه کړي.

د برتانیا د دفاع وزارت هم دا ویلي دي چې پوځيان يې هلمند ته پدې موخه لیږلي دي چې هلته افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي، او دا پوځيان به د ناټو په لوی ټيم کې فوځي ماموریت مخې ته نه وړي.

فوځي کارپوهان وايي که هلمند ولایت سقوط وکړي نو دولت به په اسانۍ سره تللې سیمې ترلاسه نکړي دا ځکه چې هلته نوي سلنه خلک له طالبانو سره همکار دي، او شاوخوا ولایتونه هم د کندز برخلاف له طالب ځواکونو څخه ډک دي.

کیدای شي محاصره شوي ځواکونه طالبانو ته ځکه تسلیم شي چې ژوند یې له خطرې سره مخ دی، او طالبانو ټولو افغان ځواکونو ته اعلان کړی دی چې تسلیم شوی عسکر به په عزت سره رخصت کوي، نو له دې اعلان څخه د ګټې پورته کولو په موخه «ویل کیږي» محاصره شویو عسکرو له طالبانو سره تماسونه هم نیولي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button