د هند لومړی وزير د جمعې په ورځ کابل ته راځي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د هند لوموړی وزير نريندرا مودي به د راتلونکې جمعې په ورځ کابل ته راشي، څو هلته د هند په مرسته جوړه شوې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ پرانېزي.

د دې ودانۍ بنياد په ۲۰۰۷ز کال کې ايښودل شوی او لګښت يې هندوستان پر غاړه اخيستي، ويل کېږي ودانۍ به د روانې مياشتې تر پايه ګټې اخيستو ته تياره وي.

له دې وړاندې ويل شوي و، چې دغه ودانۍ به په ۲۰۱۱ز کې بشپړه شي، خو تر دې دمه ځنډېدلې وه، هندي رسنيو تاييد کړې ده، چې مودي به د روسيې له سفره په راستنېدو کې کابل ته ولاړ شي، څو د دې ودانۍ پرانسته او له افغان چارواکو سره ليده کاته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button