افغانستان او اذربایجان دوه سندونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام فرید احمد

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني پرون د یوه لوړپوړي افغان پلاوي په مشرۍ د اذربایجان جمهوریت ته ولاړ او هلته یې په یو لړ مسائلو د کوربه هیواد له ولسمشر سره خبرې وکړې.

ولسمشر غني په اذربایجان کې د هغه هیواد له مشرانو سره د کارګرانو، ټولنیز امنیت، کار او رسنیو به برخو کې دوه تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.

د ولسمشر دفتر وايي چې غني لدې سفر څخه په اقتصادي برخه کې د ګټې د ترلاسه کولو هیله لري.

پدې سفر کې د ولسمشر غني سره د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره سلاکار شاکر کارګر، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ماليې، بهرنیو چارو، کانونو، ټرانسپورڼ، اوبو او بريښنا، ښارجوړونې، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران ملګري دي.

ولسمشر غني د اذربایجان له جمهور رئيس سره د افغانستان د عسکرو د روزنې او د ملک د لارو جوړونې په برخه کې هم بحث وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button