برونای کې پر کرېسمس لمانځلو مسلمانانو ته پنځه کاله بند

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د برونای واکمنو اعلان کړی، چې که کوم مسلمان د مسيحيانو د اختر (کرېسمس) په لمانځلو کې ګډون وکړ، په پنځه کاله بند به محکوم شي.

د دي هيود واکمنو مسيحيانو ته امر کړی، چې د خپلو کورونو دننه خپل اختر ولمانځي، خو د اختر په مناسبت دې د ونو له پرېکولو، مذهبي سندرو او مبارکيو ډډه وکړي.

پر تېلو د غني دغه هيواد د ديني چارو وزارت ويلي، د ميلاد پر خوښيو يې دغه بنديزونه له دې امله لګولي، چې پر اسلامي عقيده اغېز ونه کړي، د اسلامي دين له مخې د يهودو، نصاراو او نورو ډلو د اخترونو په لمانځلو ورګډېدل ناروا دي.

برونای واکمني په بورنيو جزيره کې پرته ده، د ګاز او تېلو له امله سترې مالي سرچينې لري، درې برخې اوسېدونکي يې مسلمانان دي، چې ملای نسب ته منسوب دي، پاتې نور يې بوذيان او مسيحيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button