زابل : شاجوي کې طالبانو پر امنیتي پوستو تعرضي بريدونه پیل کړي

زابل (چارشنبه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ل):
لږ شیبه مخکې طالبانو د خپل رسمي ویب پاڼې له لارې خبري اعلامیه خپره کړې، وايي چې د زابل ولات شاجوي ولسوالۍ اړوند په مختلفو برخو کې ددوي ځواکونو د حکومت پرامنیتي پوستو باندې نن سهار مهال وختي پراخ تعرضي بريدونه پیل کړي دي چي په شدت سره دوام لري، یوه امنیتي پوسته يې نيولې او جګړه اوس هم جریان لري .
اعلامیه زیاتوي، چې په دغه جګړه کې له دواړو لوري سپکې او درنې وسلې کارول کيږي او جګړه په تېزۍ سره روانه ده .
یواځې د موسی زو د غونډې پوسته په بشپړ ډول طالبانو نيولې او ۴ تنه پولیس په جګړه کې مړه دي، چې د ولسوالۍ ملکي روغتون ته انتقال شوي دي .
دغه راز په سیمه کې د دولت په څلورو نورو پوستو باندې د طالبانو بريدونه دوام لري .
په دې اړه به نور جزئیات وروسته پر لیکه شي مونږ سره اوسئ .
بدرالدین ځواک



