اشرف غني له ازربایجان وروسته ترکيې ته روان شو

(چارشنبه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ل):
د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني په پام کې لري نن د ترکیې پلازمېنې انقرې په سفر کې له ترکي چارواکو سره وګوري .
د افغان چارواکو په وینا غني به د ترکيې له چارواکونه د افغانستان په امنیتي، بیاروغونۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې غوښتنې وکړي .
اشرف غني تېرماښام د ازربایجان له ولسمشر، لومړي وزیر، د پارلمان رئیس او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليده کاته وکړل .
ازاربایجان ته د اشرف غني په سفر کې د دواړو هېوادونو د کار ټولنیزو چارو او رسنیزو همکاريو دوه موافقتنامې لاسلیک شوې .
دغه راز د اذربایجان ولسمشر الهام علییف اشرف غني سره په لیدلو کې افغانستان سره د ښو اړيکو، د ریل پټلۍ په برخه کې د بنیادي پروژو همکارۍ ژمنتیا وښودله .
همدا راز ازربایجان او افغانستان دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د ژمنو په ترڅ کې د کاري فرصتونو، ټولنیز خوندیتوب او استخدام او هم د دواړو هېوادونو د ملي راډیو ټلوېزیونونو په برخه کې د همکاریو دوې موافقتنامې لاسلیک شوې .
سلیم بریال



