لاروى
يو شمېر هېوادونه غواړي چې په عصري ټکنالوژۍ کې یې کمپنۍ له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي او تر نورو د انساني ژوند لپاره ګټور وسايل جوړ کړي.
په اوس وخت کې چين په دې ځغل کې ځان کامياب بولي، وايي په نړيواله کچه یې تر هر هېواد زيات ګټور کمپيټور جوړ کړی دی.
دا نوی کمپيوټر دوو چينايي ټکنالوژي شرکتونو په شريکه سره جوړ کړی دى.

دې کمپيوټر ته چینايي ساينسپوهانو د (سن وې سپر کمپيوټر) نوم ورکړی دى.
دا کمپیوټر د نورو کمپيوټرونو په نسبت پنځه چنده مالومات ذخیره کولای شي.
په نورو کمپيوټرونو کې انسان کمپيوټر ته لارښوونه کولاى شي او ورسپارل شوی کار سر ته پرې رسوي، خو نوی چينايي جوړ سن وې سپر کمپيوټر پخپله او خودکاره توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
نوی چينايي کپپيوټر د سمندر د تل د اوبو درجه، لوړوالی او ژوروالی په يوه ثانيه کې معلومولای شي. همدارنګه، د پنځو مليونو حساب په يوه ثانيه کې کولاى شي، چې نور کمپيوټرونه له دومره شمېر حساب کولو عاجز دي.

نوی چينايي جوړ سپر کمپيوټر په هېواد کې د هر ولايت او سيمې د هوا حالات هم درکولاى شي.
د چينايي ساينسپوهانو په وينا، دې کمپيوټر په نوې ټکنالوژۍ کې يو نوی انقلاب را ووست.

دې نوي چينايي کمپيوټر باندې په امتحاني توګه کار روان دى، او کېدای شي تر دوه زره شل پورې مارکېټ ته راووځي.


















