شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

امريکا طالبان نه مني خو د طالبانو زور مني

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 18, 2018
کټګوریانې: سرمقاله
0
انځور: ارشیف

انځور: ارشیف

410
ځلې شریک شوی
231
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

وروسته له هغه چې د غزني ښار د پنځو ورځو جګړې په دوام د قاطع ملاتړ ماموريت په هوايي بمبار او عملياتو کې وسوځېد، د کابل ادارې وويل چې طالبانو پر غزني د يوه پلان له مخې جګړه پیل کړه چې د افغان طالبانو تر څنګ يو شمېر بهرنيو وسله والو هم د غزني په جګړه کې برخه درلوده.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د دفاع وزارت د همدې ادعاوو تر څنګ جمهور ریيس، اشرف غني، هم غزني ته سفر وکړ. هلته یې د قاطع ملاتړ ماموريت د عملياتو او د هوايي بمبار د قربانیانو له کورنيو سره د تېر په څېر د غمرازۍ پر مهال وويل: ”پاکستان له افغان دولت سره د ښه ګاونډيتو په ښوولو سره د امن او سولې د ټینګښت په برخه کې ځیني لیکونه لاسلیک کړي وو، خو تر اوسه پوري یې پر خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې، چې ستره بېلګه یې د غزني وروستۍ جګړه ده.“

اشرف غني چې په غزني کې هر څه وويل پر هغه غزنيوال ښه پوهېږي چې حکومت له بهرنيانو پرته يوه ورځ هم نه شي پاتې کېداى. اشرف غني طالبانو او د طالبانو زور دواړه ته تسليم دى خو په ډاګه کوي یې نه. اما امريکا طالبان مني، خو په تېرو ١٧ کلونو کې یې د طالبانو زور او بريدونو ته د تسليم سر نه دی ټيټ کړی.

د غزني تر جګړې وروسته، د افغانستان د روانې جګړې او د طالبانو د پرېکنده بريدونو په اړه د امريکا دفاع وزير، جيمز مټيس، په يوه مطبوعاتي وينا کې ويلي چې ښایي طالبان د غزني تر جګړې وروسته د خپلو بريدونو په دوام سره د افغانستان د پارلماني انتخاباتو، چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې وشي، مخه ونيسي.

که له افغان حکومت سره هر څو د امريکا په مشرۍ د ناټو هېوادونو پوځونه ملاتړ ولري، بيا هم د طالبانو پر وړاندې له ماتې سره مخ دى. که پر غزني ښار له بريد  څخه د طالبانو هر هدف ؤ، ترلاسه یې کړ ځکه، د کابل د ادارې په وينا، طالبانو يوه مياشت دمخه پر غزني ښار پر بريد باندې کار کړی و. طالبان په خپل بريد کې کامياب شول.. له غزني یې ټول ساتونکي د بريد په لومړۍ ورځ تيښتې ته اړ کړل.

د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس اوس هم اندېښنه لري، وايي چې د غزني ښار په کورونو کې طالبان پټ دي، که وسله ورته ورسېږي، د يو بل بريد امکان هم شته، او کېدای شي په غزني ښار کې هدفي وژنې ترسره شي، چې دا هدفي وژنې به پر ښار تر بريد ډيرې تاواني وي.

د افغانستان پر انجرې مشوړې او حل یې ډيرې ليکنې وشوې، خو دا چا څرګنده نه کړه چې ولې امريکا طالبان نه مني خو د طالبانو زور ته تر دې قانع دي چې په غزني کې به په کورونو کې ځای پر ځای شوي طالبان يا بل احتمالي بريد کوي او يا به په هدفي وژنو لاس پورې کوي، چې مخه یې د امريکا په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموريت هم نه شي نيولاى.

له جنرال مټيس سره دا وېره شته چې پر افغانستان د بهرنيو پوځونو د خيټې اچولو او ملکي او  نظامي وګړو په بمبار له بهرنيانو څخه د افغان ولس نفرت زياتيږي او طالبان محبوبيت پيدا کوي.

 سر له اوسه مټيس وايي چې که د غزني په څېر په نورو ولاياتو کې د طالبانو بريدونه دوام ولري، دا هم کېداى شي چې د لوی اختر د اوربند د له منځه وړلو ترڅنګ راتلونکې پارلماني ټاکنې هم په خپل وخت ترسره نه شي.

د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د ټرمپ نوې ستراتيژي يو کلنه شوه، خو پر افغان ولسي او نظامي وګړو له بمبار سره سره یې څه نتيجه ورنکړه.. او نه له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د ایستلو مهالوېش وټاکل شو.

له امريکا سره همدا وېره شته چې که د بهرنيو پوځونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي، طالبان چې هر څه وغواړي کولاى شي. همدا لامل دی چې امريکا طالبان نه مني خو د طالبانو زور مني.

مخکینې مطلب

چين تر ټولو ګټور کمپيوټر جوړ کړ

بل مطلب

د طالبانو د مشر په اختریزه بیانیه کې تازه او نوي نقاط

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com