د سالنګ لویه لاره د سختو طوفانونو له کبله وتړل شوه

کابل ټکی کام ۰۲جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پروان ولایت د ترافیکو مدیر ښاغلي محراب الدین پرواني رسنیو ته ویلي دي چې د سختو توفانونو له کبله د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
ده وویل، تر څو چې د احتمالي خطرونو له شتون څخه وېره موجوده وي، یاده لاره به تړل شوې پاتې وي.
تر اوسه پورې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې چارواکو د بادونو تېزوالي، واورې او د ورښتونو د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button