سوريه: روسيې دير الزور او دمشق کې له ۶۰ ډېر ملکيان وژلي دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د سوريې په دير الزور او دمشق ته نږدې سيمو کې د روسي الوتکو په تازه بمباريو کې له ۶۰ تنو ډېر ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

ځايي خبري سرچينو ليکلي، چې د روسيې د دې تازه بمباريو ډېری قربانيان د تېر په څېر کوچنيان او مېرمنې دي، روسي الوتکو دمشق ته نږدې په بزينة کلي کې پر يوه ولسي بازار بمونه غورځولي، چې ياده مرګ ژوبله يې پېښه کړې ده.

بل لور ته په همدې سيمه کې د داعش ډلې په يوه توغول شوي توغندي د کوچنيانو ښوونځي لګېدلی، چې ۱۱ تنه زده کوونکي په کې وژل شوي دي.

پر دير الزور د روسیې بمبارۍ کې د ۱۵ تنو يوه کورنۍ هم په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button