
(چارشنبه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ل):
د هلمند ولایت نه په تازه راپورونو کې ويل کيږي چې دولت د سنګینو تلفاتو په ګاللو سره د سنګین ولسوالۍ له لاسه ورکړه.
دولت ته درانه تلفات اوښتي د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ په بشپړه توګه طالبانو لاسته ورغلې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي راستول شوي ایمیل له لارې ددغې ولسوالۍ د نيولو ادعا کړې وايي چې دولت ته يې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي .
احمدي دغه راز زیاتوي چې دوي دغه جګړه د دويم ځل لپاره نن سهار مهال ۱۱ بجې پیل کړې وه، چې له سخت مقاومت وروسته تر ماسپښین ۲ بجو پورې يې دوام وکړ، د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او قرارګاوې چې له درې ورځو څخه راپدې خوا محاصره وې نيولي دي .
د احمدي په وینا افغان امنیتي ځواکونو د درنو تلفاتو په ليدو سره له سیمې پښې سپکې کړي او د ولسوالۍ اړوند ټوله سیمه يې طالبانو ته پرېښې ده او په لویه پیمانه وسائل، ټانګونه، موټر او مختلف النوع وسلې او مهمات د غنيمت په ډول د طالبانو لاس ته ورغلي دي .
د جګړې نور جزئیات دم ګړۍ نه دي ورکړل د نورو جزئیات لپاره مونږ سره پاتې شئ.
سليم بریال



