ملګرتیا راسره وکړه

عمر ”عمري“
د جفا پر ځای وفا راسره وکړه
مؤمن وروره ملګرتیا راسره وکړه
له کاذبو ژمنو نوره لاس په سر شه
کلکې ژمنې په رښتیا راسره وکړه
د نړۍ کفري ځواکونو مقابل کې
یو ځل نوی تړون بیا راسره وکړه
ځه چې وښایو جهان ته جهانګیره!
نعره بیا د لا إلا راسره وکړه
زما او ستا دی څه علت د ناکامیو!؟
څو خبرې په بریا راسره وکړه
د ټپي ـ ټپي هېواد په رغېدو کې
لاس نیوی وکړه، بوختیا راسره وکړه
د مظلوم او د محکوم اُمت لپاره
(عمري) وایم دعا راسره وکړه



