عزیر اسدخیل
- د جنابت په حال کې خوراک کول
- د میوه دارې ونې لاندې قضای حاجت پوره کول
- د لاري پر سر قضای حاجت پوره کول
- په چپ لاس خوراک کول
- د تکیه وهلو په حال کې خوراک کول
- جنازو ته د ښځینه وو تلل
- د تصویرونو کښل
- ژوی په اور سوځول
- دین ته ښکنځل کول
- د ګندګۍ زباله دانی د شپې لخوا په کور کې ډکه پریښودل
- د میړه له اجازې پرته له کوره وتل
- له میړه پرته نورو ته ځان ښایسته کول
- غیبت کول او اوریدل
- چغلګري کول او اوریدل
- د سپینو او سرو زرو په لوښو کی څښاک
- د شرابو جوړول، څښل، څښول، پلورل، پیرل، وړل، او چاته چې وړل کیږي، ګټه یې خوړول
- د سود خوړل، د سود ګواهی کول، د سود لیکل
- څاروي پر مخ باندی وهل
- د بل عورت ته کتل
- په خوراک او څښاک او سجدې ځای کې پوکی کول
- د قبرونو په مینځ او لارو کې لمونځ کول
- د شاتو مچۍ وژل
- د الله له نامه پرته د بل چا په نامه سوګوند کول
- د جمعي په ورځ د امام د خطبی پر مهال خبرې کول
- د لمر ختو او لمر پریوتو پر مهال لمونځ کول
- د 2 اخترونو، شک، او تشریق په ورځو کې روژې نیول
- د څارویو په څیر په پراته حالت اوبه څښل
- په کوهي کې لاړې توکول
- له مزدورۍ ټاکلو تر مخه پر مزدور کار کول
- لږ سره زر په زیاتو سرو زرو بدلول یا خرڅول


















