ځمه د پامیر سر ته.. اذان کوم!

م. زبیر شفیقي
بیا راویښومه دا ویده نړۍ
بیا یې پوهومه دا ساده نړۍ
بيا پرې ګډومه د تکبیر چیغې
بېرته چې ژوندۍ کړمه دا مړه نړۍ
***
بیا یې منترونو ته غوږ ایښی دی
بیا یې پرګنې شولې درنې ویدې
خدایږو سکوت مرګ دی او چې مات یې کړي
بیا راويښومه زلزلې ویدې
***
دلته ازانګې که د تکبیر نه وي
دلته که د وینو ډېوې مړې شولې
خود به راخوریږي طاغوتي نظام
چوپې د قرآن که زمزمې شولې
***
زموږ د سرښندنو او غیرت څلي
دنګ به شي، لا دنګ به شي، لا دنګ به شي
زموږ د توریالیو د مورچل اواز
خور به شي امت ته لوی غورځنګ به شي
***
نو!
ځمه د پامیر سر ته، اذان کوم
بیا راويښومه دا ویده نړۍ
بيا پرې ګډومه د تکبیر چیغې
بېرته چې ژوندۍ کړمه دا مړه نړۍ
ــــ ۱۳۷۰هـ ش / ۱۹۹۲ز



